ښځې

د ښځو لپاره دعدالت کاروان: موږ د دوحې غونډه «تحريموو»

محل برگزاری نشست دوم دوحه در قطر. عکس از آرشیف.

د، «دښځو لپاره عدالت، د افغانستان لپاره عدالت، کاروان» په نوم د ښځو اعتراضي خوځښت د دوحې د درېیمې دورې غونډه خلکو ته بلنې په ورکولو سره  تحريم کړه.

دغه غورځنګ پر لاريون کوونکو ښځو او د افغانستان پر خلکو غږ کړی چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو د حضور پر ضد کاروان سره یوځای شي.

د دغه غورځنګ په اعلاميه کې چې يوه کاپي يې آمو ته هم رسېدلې، ويل شوي چې دغو لاريون کوونکو مېرمنو د يوې اوونۍ په اوږدو کې د دغې بلنې غږ په ترڅ کې سل کسان ځان سره يو ځای کړي.

د ښځو لپاره عدالت، د افغانستان لپاره عدالت، کارون له خلکو غوښتي چې له دغه کاروان سره یوځای شي او د ليکلو پیغامونو، ویډیوګانو او دطالبانو د نومونو د یادولو له لارې د دوحې په غونډه کې د طالبانو له حضور سره خپل مخالفت څرګند کړي.

د ښځو د دغه اعتراضي غورځنګ د اعلامیې پر بنسټ، د دوی د بلنې داغږ به د جولای تر دېرشمې د دوحې تر غونډې پورې دوام ولري.

دغه خوځښت همداراز وايي چې طالبان د افغانستان د خلکو استازی نه دي.