افغانستان

د ایران دولتي ورځپاڼې د طالبانو لخوا د قونسل ګمارل د ایران په خاوره کې «سرغړونه» بللې

د ایران دولتي ورځپاڼې جمهوري اسلامي په مشهد کې افغان کونسلګرۍ ته د طالبانو له خوا د نوي قونسل استول د دې هېواد په خاوره کې د طالبانو د «سرغړونې» په  مانا ياده کړې ده.

په مشهد کې د افغانستان د پخواني قونسل له دندې ګوښه کول او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا د نوي قونسل استول هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سختو نیوکو سره مخ شوي.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارواکو طالبانو ته په یوه لیک کې ویلي، چې د نړیوالو معیارونو له مخې د ډیپلوماټانو استول باید د کوربه هېواد له موافقې سره سم ترسره شي.

دغې ورځپاڼې پخپله نننۍ (شنبه د غبرګولي ۱۲مه) په خپله سريزه کې د طالبانو له خوا د نوي قونسل ټاکل یو «نا وړ اقدام» بللی دی.

د ایران دغې دولتي ورځپاڼې لیکلي: «د طالبانو دغه اقدام د یوې داسې ډلې په توګه چې تراوسه د نړیوالې ټولنې او ایران له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، د ایران هیواد ته د نه درناوي یوه بیلګه ده.»

په دې سريزه کې د طالبانو نظامي او «ځانمرګو» جوړښتونو ته په اشارې سره ویل شوي چې «په ایران او روسیه کې د ترهګريزو پېښو عاملین د طالبانو تر واکمنۍ لاندې جغرافیه کې روزل شوي دي.»

د ایران دغه دولتي ورځپاڼه وايي: «په مشهد کې د قانوني لارو چارو پرته د افغان قونسل ټاکل زموږ د هېواد د سپکاوي سربېره د طالبانو د شومو اهدافو ښکارندویي کوي.»

د دې ورځپاڼې په سريزه کې راغلي چې د مشهد قونسلګرۍ لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوی کس د حقاني شبکې اړوند یو له هغو کسانو څخه دی چې « د ایراني اتباعو د وهلو، جاسوسۍ او سرتېرو ګمارنۍ لپاره د مذهبي تحریک مخينه»لري.

جمهوري اسلامي ورځپاڼې همداراز  د طالبانو په وړاندې د ایران د حکومت پر رسمي تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې ايران طالبانو ته د افغانستان سفارت په داسې حال کې د امتیاز په توګه ورکړى، چې هيڅ  بدیل امتیاز یې نه دى ترې اخیستى، آن د ایران د اوبو حق(حقابه) هم نه ورکوي.