افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې له ۲۰۰ زیاتې کډوالې کورنۍ ايستلي

له پاکستان او ایران څخه په یوه ورځ کې له ۲۰۰ زیاتې افغان کډوالې کورنۍ ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې په تېره يوه ورځ (جمعه د غبرګولي ١١مه) له پاکستان او ايران څخه ٢٣٠ کډوالې کورنۍ ايستل شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري اژانس وايي چې ۸۲ کورنۍ د تورخم او ۱۶ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې ۷۲ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم او ۶۰ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري شړلو دویم پړاو پیل کړی او ایران هم د افغان کډوالو د جبري  ويستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.