افغانستان

په بلخ کې يوې ترافيکي پيښې له پنځو تنو ژوند واخيست 

په بلخ ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه مړه او پنځه تنه نور ټپيان شوي.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو وياند محمد عیسی وثیق رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ ماسپښین شاوخوا ۳ بجې د دغه ولایت د شولګرې ولسوالۍ د حسن علي په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه د دې پېښې لامل د دوو موټرونو د سرعت چټکتيا ياده کړې چې په پايله کې دواړو موټرونو سره ټکر کړى دى.