افغانستان

طالبان: د قونسلګرۍ د سرپرست د ټاکلو واک لېږونکى هېواد لري

یوه ورځ وروسته له هغې چې ایران له طالبانو وغوښتل چې د نړیوالو میتودونو له مخې ډیپلوماتان وګماري، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ويلي د قونسلګرۍ د مشر د ټاکلو پرېکړه د لېږونکي هیواد په واک کې وي.

 د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي مشر ذاکر جلالي پر اېکس ادعا کړې چې په مشهد کې د افغانستان پخوانی سرقونسل د فساد په تور د طالبانو لومړي وزیر لخول له دندې ګوښه شوى دی.

د هغه په ​​وينا، د طالبانو د نوي ډيپلوماټ تر لېږلو پورې به په تهران کې د افغان سفارت يو ډيپلوماټ د قونسلګرۍ د چارو مسول وي او يا به د قونسلګرۍ لومړى سکرتر د سرپرست په توګه د قونسلګرۍ خدمتونو ته دوام ورکوي.

ذاکر جلالي وویل: «د هغه ځاى ناستى به څوک وي، پرته له شکه له مرکز څخه به نوی ډیپلوماټ راولیږي.»

دغه طالب دیپلومات په مشهد کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان جنرل قونسل بدلونونو ته په اشارې سره ادعا وکړه چې په مشهد کې اصلي مسٸله اداري فساد و.

د هغه په ​​وينا، په دې فساد کې پخواني جنرال قونسل جابر انصار هم د پام وړ ونډه درلوده. هغه مسٸله چې تر اوسه پټه ده او ښاغلي انصار هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ذاکر جلالي د ایران د غبرګون په اړه هیله څرګنده کړې چې دا مسله به «ښه شکل» حل شي او «د هغه شخص ډیپلوماتیک حيثيت چې دنده يې ختمه شوې ده » ژر تر ژره به پای ته ورسیږي.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني له طالبانو غوښتي وو چې په مشهد کې د افغان کونسلګرۍ د کارکوونکو په ګمارلو کې له نړیوالو لارو چارو کار واخلي.

هغه ټینګار کړى چې د قونسلي اړيکو هر ډول بدلونونه د(١٩٦٣) ويانا کنوانسيون د تعريف شويو« مقراراتو تابع»دي.