افغانستان ښځې

د ښځو اعتراضي غورځنګ: د دوحې غونډې ته د«بشري حقونو سرغړوونکي»مه بلٸ

د « شنبه هاى ارغواني» غورځنګ په دوحه کې دریمې ناستې ته د طالبانو بلنه«غندلې» او د طالبانو د ګډون د مخنیوي لپاره یې په دې غونډه کې پر ملګرو ملتونو د عامه فشارونو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.

دغه غورځنګ په یوه اعلاميه کې ویلي، که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې د اعتراضي حرکتونو لخوا «نړیوالو غونډو کې د ترهګرو اوطالبانو ګډون مه عادي کوٸ» په شعار او غوښتنه سربېره ددوى بلنې او ګډون دوام درلود؛ خو ملګرو ملتونو پرېکړه کړې، چې دې غونډې ته طالبان، چې په اعلامیه کې «د بشري حقونو سرغړوونکي» بلل شوي، بلنه ورکړي.

په دې اعلاميه کې پر ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو له طالبانو سره د «تعامل» له امله نيوکې شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي: «موږ په دې باور یو، څومره چې طالبانو د ګټو د خوندي کولو او په افغانستان کې د سیاسي واک د غصبولو لپاره له اسلام او شریعت څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده؛ په همدې اندازه «د ښځو او بشري حقونو ټيکه دارانو هم د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره له بشري حقونو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی».

د شنبه هاى ارغواني غورځنګ ادعا کړې، چې ملګري ملتونه د دې پر ځای چې طالبانو ته د افغانستان د خلکو پر وړاندې د «بشریت ضد جنایتونو» په خاطر سزا ورکړي، په غیر مستقیم ډول د هغوی ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې د «شمال» یو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو د دوحې پر درېیمه غونډه نیوکه وکړه او ویې ویل، چې له طالبانو سره هر ډول خبرې اترې غندي.

دوی طالبان یو «مونو توکمیز او مونو جنس» جوړښت بللی دی.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د هېوادونو د ځانګړيو استازو درېیمه غونډه د جون درېشمه په دوحه کې جوړه شي.

د دې غونډې په تېر پړاو کې د افغانستان د مدني ټولنې د فعالانو په استازیتوب یوه پلاوي هم ګډون کړی و؛خو د ځينو سرچينو د معلوماتو له مخې، ملګرو ملتونو تر اوسه په دې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې استازو ته د بلنې په اړه پرېکړه نه ده کړې.

ویل کېږي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه بحث چې د دې غونډې یو له مهمو موضوعاتو څخه و، هم نفي شوی دی.