افغانستان

هند: د افغانستان د خلکو ملاتړ زموږ د هېواد «تلپاتې» پالیسي ده

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال وايي، نوی ډیلي د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي او دا د افغانانو په وړاندې د دې هېواد «تلپاتې» پالیسي ده.

نوموړي د چابهار بندر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې هند له دغه بندر څخه د افغانستان خلکو او د منځنۍ اسيا په وچه کې پرتو هېوادونو ته د بشري مرستو رسولو په موخه کار اخلي.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پرون (پنجشنبه، د غبرګولي لسمه) خبریالانو ته وویل: «دا زموږ هميشنۍ پالیسي ده چې د افغانستان له خلکو سره په ځانګړې توګه د بشري مرستو، خوراکي توکو، درملو او نورو له لارې مرسته وکړو، موږ چابهار د دې ځانګړي هدف لپاره کاروو.»

راندیر جیسوال وايي، د چابهار بندر په سیمه کې د پيوستون د رامنځته کولو او د بشري مرستو د رسولو لپاره یوه مهمه پروژه ده.

هغه زیاته کړه: «دا پروژه به (سیمه ایز) اتصال کې مرسته وکړي او د سیمې هیوادونو ته به یو شمیر نورې ګټې هم ورسوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې هند او ایران د چابهار بندر د استفادې، مدیریت او پراختیا لس کلن تړون لاسلیک کړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دغه تړون د هند د بېړیو د وزیر سرباندا سونوال او د ایران د سړکونو او ښار جوړونې د وزیر مهرداد بازارپاش ترمنځ په تهران کې لاسلیک شو.

هندي رسنیو ویلي، چې د دغه تړون د لاسلیک موخه په چابهار بندر کې د دغه هېواد پانګونه او د پاکستان له بندرونو تېرېدل دي.