افغانستان

ډیپلوماټ مجله: طالبان د افغانستان «يوازینی واقعیت» نه دی

ډیپلوماټ مجلې په یوه تازه مقاله کې ویلي چې طالبان د افغانستان «یوازینی واقعیت» نه دي.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وو، چې طالبان د افغانستان اصلي ځواک دی او هېواد يې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د ايستلو په لټه کې دى.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې، ملګري ملتونه د جون په دېرشمه د هيوادونو ځانګړو استازو په ګډون د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه جوړه کړي.

ډیپلوماټ مجلې په دې مقاله کې ویلي چې افغانستان د بشري حقونو مسٸلې، ترهګري، د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې، د نشه یي توکو کښت او قاچاق، سیاسي او ټولنیز پرمختګ او ادغام په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

دغه خپرونه زیاتوي چې د مقاومت وسله وال ځواکونه او هغه غیروسلوال ډلې چې د ښځو د غورځنګ په بڼه له طالبانو سره مقاومت کوي د هغوی په رسميت نه پیژندلو کې مهم رول لوبولی دی.

د يادې مقالې پر بنسټ، افغانستان د اوسني بحران د کابو کولو او د جګړې د حل لپاره د ټولو ښکېلو خواوو دوامداره خبرو، همکارۍ او نه ختمېدونکې ژمنې ته اړتیا لري.

ډیپلوماټ مجله د دې ستونزې د حل لاره د داسې  ټول ګډونه حکومت رامنځته کول ګڼي چې د خلکو له ارادې پر بنسټ رامنځته شوى وي  او د ښځو برابر ګډون تضمین کړي.

ډیپلوماټ وړاندې لیکي چې د دوحې د پروسې د بریالیتوب لپاره چې د امنیت شورا د ۲۱۲۷ پریکړه لیک او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې په پایله کې رامنځ ته شوې، د ټولو ښکېلو خواوو ګډون « مهم» دی.

په دې مقاله کې راغلي، چې طالبانو د دوحې د غونډې په تېرو دوو پړاوونو کې د مدني ټولنې د حضور له امله ګډون ونه کړ.

دغه خپرونه زیاتوي چې طالبان یوازې د افغانستان استازي نه دي او د دوی ادعا بې بنسټه ده؛ ځکه چې خلک د طالبانو پر ضد د هغوی د سختو قوانينو او له هغوی څخه د راپيدا شويو خطرونو سره سره لاريونونه کوي.

په دې مقاله کې راغلي چې له ښځو سره د طالبانو چلند د “جنسي تبعیض” په څیر دی او  طالبان په افغانستان کې د يوازیني واقعیت په توګه منل د هیواد  ٣٠ ميليونه نفوس له پامه غورځولو په معنا دي.