افغانستان

ترکیې له افغانستان سره د دیپلوماتیکي ویزو د معافیت تړون وځنډاوه

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې ترکیې د چهارشنبې په ورځ له افغانستان سره د ډیپلوماتیکي پاسپورټونو لرونکو افغانانو لپاره د ویزې معافیت وځنډاوه.

د ډیلي صباح د راپور پر بنسټ، د ترکیې د جمهوري رياست په فرمان کې راغلي چې د ډیپلوماټیک پاسپورټ لرونکو لپاره د متقابل معافیت د لغوه کولو په اړه د ٢٠٠٨ کال تړون به د جون له لومړۍ (غبرګولي١٢) څخه وځنډول شي.

په داسې حال کې چې ترکي چارواکو د دغه ځنډ لامل نه دی وړاندې کړی، خو دا پرېکړه افغانستان ته د ترکيې د کډوالۍ ادارې د چارواکو تر سفر لږ وروسته شوې ده.

د ترکیې د کډوالو د عمومي ریاست یوه پلاوي د روانې میاشتې په سر کې افغانستان ته سفر وکړ؛ څو ترکیې ته د افغان اتباعو د غیر قانوني تګ او افغانستان ته د غیر قانوني کډوالو د ایستلو په اړه خبرې وکړي.

دا پریکړه په دوحه کې میشت د پخواني افغان حکومت ټول لوړ پوړي چارواکي چې ډیپلوماتیک پاسپورټونه لري او همدارنګه د طالبانو مشرتابه اغیزمنوي.

په ترکیه کې د افغان کډوالو شمېر د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته زیات شوی دی. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې افغان اتباع د هغو ناقانونه کډوالو د لیست په سر کې دي چې د چارواکو له خوا نیول شوي دي.

د کډوالو د عمومي ریاست د شمیرو له مخې د می میاشتې تر پایه تر ۲۷زره ډیر «غیر قانوني» افغان کډوال نيول شوي دي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته ترکيه له افغانستان سره رسمي ډيپلوماټيکې اړيکې نه لري؛ خو  د بشري مرستو لپاره يې په دې هيواد کې خپلو هڅو ته دوام په خاطر  خپل ډيپلوماتيک حضور ساتلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ترکش هوايي شرکت له درې کلن ځنډ وروسته کابل ته خپلې الوتنې يو ځل بیا پیل کړې.