افغانستان

په لغمان کې د دیوال د نړېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د یو کور د دیوال د نړېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس خبر ورکړى، چې ددغه کور ديوال دخپل زوړوالي او دوروستيو بارانونو له امله تخريب شوى و.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سختو بارانونو او وروستیو سېلابونو له امله سلګونه کسان  مړه شوي.

د هېواد په ځينو برخو کې د دغو بارانونو او سېلابونو په پايله  کې سلګونه کورونه ويجاړ شوي او زرګونه کسان بې کوره شوي دي.