افغانستان

طالبانو د دوحې د غونډې  په اړه په کابل کې ناسته وکړه

د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه وزارت کې د دوحې د درېیمې غونډې  او له نړیوالې ټولنې سره د دوی د اړیکو د څرنګوالي په اړه ناسته  شوې ده.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې په دوحه کې د تېرو او راتلونکو غونډو په اړه د طالبانو دریځ وڅېړل شو.

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د طالبانو د سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي ويلي چې د دوحې دویمه غونډه د دوی د نه ګډون  له امله «بې پايلې» وه.

نوموړي ویلي، چې د دوحې په درېیمه غونډه  کې به د دوی د ګډون پرېکړه وروسته اعلان شي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې کابل ته د ملګرو ملتونو د چارواکو وروستیو سفرونو ته په اشارې سره ویلي چې په دوحه کې د لومړۍ او دویمې غونډې په پرتله د تنظیم کوونکو او کوربنو ترمنځ په تعامل کې یو «مثبت بدلون»  لیدل کېږي.

د ښاغلي جلالي په وینا د دوحې په درېیمه غونډه کې به د طالبانو استازي په اصلي خبرو کې برخه واخلي.

هغه دا هم وويل چې دا ځل به د دوحې د درېيمې غونډې په اجنډا کې مثبت بدلون راشي، چې د بحث خبرې به يې پر مالي او بانکي وضعيت، له نشه يي توکو سره پر مبارزې، د کروندګرو لپاره د بديل معيشت، د خصوصي سکټور پر پراختيا او د موسمي بدلون متمرکزې وي.

ټاکل شوې چې د دوحې غونډه په یوه میاشت کې جوړه شي. طالبانو د دوحې په دويمه غونډه چې د فبرورۍ په میاشت کې جوړه شوې وه ګډون نه و کړی. د دې غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، چې د طالبانو نه شتون د دې غونډې پر ترسره کېدو اغېز نه دی کړی.