افغانستان ښځې

د ملګرو ملتونو مرستیاله: په افغانستان کې ښځې د زده کړو برابر حق غواړي

د سیاسي چارو او سولې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزماري ډی کارلو وايي، په افغانستان کې ښځې هم د زده کړو هغه فرصتونه او ازادي غواړي چې نارینه ترې برخمن دي.

نوموړې پرون (سه شنبه د غبرګولي اتمه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ښځو او ځوانانو د رول په اړه د یوې آزادې مناظرې په ترڅ کې د افغان مېرمنو د ملاتړ او د هغوی د مساوي حقونو لپاره د هلو ځلو پر بېړنۍ اړتیا ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو دې لوړپوړې چارواکې چې په دې وروستیو کې یې کابل ته سفر درلود، وايي، «ښځې [په افغانستان کې] د بشري حقونو (تأمين) په برخه کې د نړیوال شاتګ دروند بار زغمي»

آغلې ډی کارلو وویل چې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د تعلیم او کار په ګډون د افغان ښځو له بنسټیزو حقونو څخه د سیستماتیک محرومیت شاهده وه.

هغې په ​​دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو استازو ته وویل: «هغه مېرمنې چې ما په کابل کې ولیدلې، د خپلو هیلو او خوبونو په اړه ؛ {یعنی} د نارینه وو په شان زده کړه ترلاسه کول، د مساوي کاري فرصتونو درلودل او خپل راتلونکی غوره کولو په اړه وغږېدلې. دوی له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کوي، څو ياد حقونه لاسته راوړي  او د خپل هیواد راتلونکي سره مرسته وکړي.»

آغلې ډی کارلو ټینګار کوي چې افغانستان یوازینی هیواد نه دی چې د جنسیتي برابري پکې له پامه غورځول شوې؛ بلکې د نړۍ په ډېرو برخو کې دغې مسٸلې ته ژمنتيا له پامه غورځول شوې ده.

د سولې او سیاسي چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د سولې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې اجنډا پر اهمیت چې د نرواکۍ د جوړښتونو له منځه وړل او فرصتونو ته د ښځو د لاس رسي ډاډ ورکوي، ټينګار وکړ.

نوموړي همدارنګه د سولې د ودې په بهیر او راتلونکو جوړښتونو کې د ځوانانو پر شاملولو ټینګار وکړ.

آغلې ډی کارلو وویل، د ځوانانو د ګډون د ملاتړ لپاره، ملګري ملتونه به د سولې جوړونې له بوديجې څخه سرچینې ځانګړې کړي؛ ترڅو د ځوانانو، سولې او امنیت لپاره د ملي پلانونو ملاتړ وکړي.

د هغه په ​​وينا، سيمه ييزې هڅې لکه د افريقايي ټولنې په چوکاټ کې د ځوانانو تګلارې، په عربي سيمه کې د سولې او امنيت د ټينګښت په برخه کې هم د ملي کړنو په چټکتيا کې اغېزمنې دي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکې د سوله ییز چاپېریال په برابرولو کې د ځوانو ښځو [نجونو] د رول یادونه هم وکړه او د ځوانانو د ژوند چاپېریال د ساتنې لپاره يې د ټولنې له مشرانو او د سولې له فعالانو د ملاتړ او مرستې غوښتنه وکړه.

آغلې ډی کارلو د سولې د چاپیریال په رامنځته کولو، چې ډېرى وخت پکې ځوانې ښځې مخکښ رول لوبوي په رامنځته کولو ټينګار وکړ. هغې همدا راز د ځوانانو د ژوند د چاپیریال د مرستو پرمخ وړونکو، د ټولنې مشرانو او د سولې جوړونکو د ونډې پیژندلو او هڅولو غوښتنه هم وکړه.