افغانستان

امریکا: د روسیې له خوا له تور لیست څخه د طالبانو ایستل یو «وېرونکى پیغام» دی

د امريكا  ملي امنیت شورا د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې له تور لېست څخه د طالبانو ایستل یو «ویروونکی پیغام» لري.

د امريكا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې وویل:«موږ په هغه دریځ  نه یو او نه به هم په دې دريځ شو چې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپېژنو او روسیه دې هم، همدا راز دا کار ترسره کړي.»

هغه وايي چې د روسیې دا اقدام به نورو ته «ناوړه پیغام» ولري.

تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوه مرکه کې ویلي وو، چې هېواد یې له تور لېست څخه د طالبانو د ایستلو په لټه کې دى.

هغه همدا راز زیاته کړه چې طالبان د افغانستان «رښتيني قدرت» دی.

خو ښاغلي کربي په دې غونډه کې وویل چې نه غواړي جزئیاتو ته لاړ شي؛ خو دا یو «ناسم» ګام دی.

د امريكا د ملي امنیت شورا ویاند دغه راز زیاته کړې، چې طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته خپل مسوولیتونه نه دي پوره کړي.

هغه همداراز وويل چې طالبانو په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خپل مکلفيتونه نه دي پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په کراتو د نړۍ له هېوادونو څخه د دوى د رسميت پېژندنې غوښتنه کړې ده؛ خو تر اوسه کوم هیواد دوی په رسمیت نه دي پیژندلي.