افغانستان

اروپايي ټولنه د افغانستان له سېلاب ځپلو سره ۲۰۰ زره یورو مرسته کوي

Floods in northern Baghlan province. May 2024. File photo.

اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شویو کورنیو ته د بیړنیو بشري مرستو د رسولو لپاره ٢٠٠زره یورو (شاوخوا ۱۵.۵ میلیونه افغانۍ) ځانګړې کړې دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تمه ده دغه مرستې د هېواد په یو شمېر ځپل شویو ولایتونو په تېره بیا د هېواد په لوېدیځو، شمالي او ختیځو سیمو کې پر ۲۸ زره کسانو وویشل شي.

د اعلاميې پربنسټ، د دې مرستو لګښت به د اروپايي ټولنې له ټوليزو مرستو څخه د سره صليب نړيوال فدراسيون او د سرې مياشتې ټولنې د طبيعي پېښو په وړاندې د چمتوالي د ېړنيو مرستو صندوق ته ورکړل شي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې د روانې مياشتې په پيل کې اروپايي ټولنې له سېلاب ځپلو سره د ٤٠٠ زره ډالرو مرستې بسته برابره کړې وه.

ملګري ملتونه وايي، د روان کال د مې له لسمې راهیسې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د سېلابونو له امله له ۴۰۰ ډېر کسان مړه شوي او زرګونه نور اغېزمن شوي دي.