افغانستان

اوراسيا: پاکستان د افغانستان په خاورې کې د ټي ټي پي د پټنځایونو له ګواښ سره مخ دی

د اوراسيا خبري- تحلیلي شبکې په یو نوي تحلیل کې ویلي، چې پاکستان د هغو ډلو له ګواښ سره مخ دی چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د ټي ټي پي له پناه ځایونو څخه سرچینه اخلي.

دغه خبري تحلیلي چینل د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د راپور په حواله لیکلي چې «په افغانستان کې د طالبانو مشرتابه په بشپړه توګه له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره خواخوږي لري».

طالبانو پخوا د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ او په افغانستان کې د دې ډلې د پټنځایونو شتون رد کړی و.

خو، اوراسيا د ملګرو ملتونو د دغه راپور په حواله ویلي چې اوس د افغانستان په خاوره کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ټي ټي پي روزنیز کمپونه شته او د دې ډلې د جنګیالیو تګ راتګ هم د افغان طالبانو په «ضمني تایید» ترسره کیږي.

دغه خبري-تحلیلي شبکه زیاتوي چې د طالبانو د ژمنو په پرتله د افغانستان له خاورې څخه د ترهګريز ګواښونو د مخنیوي په اړه اندېښنې لا هم زیاتې دي.

په دې تحلیل کې دا هم ویل شوي چې په پاکستان کې د وسله والو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

د دې شننې پر بنسټ، تېر کال په پاکستان کې د وسله والو بریدونه ۷۰ سلنه زیات شوي دي.

د دې تحلیل له مخې، په پاکستان کې په تېر کال کې د دغو بریدونو له امله ٨١سلنه مړينه او د ټپي شویو کسانو په شمېر کې ۶۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.