افغانستان

کابل کې کتاب پلورونکي د کار د دوام لپاره انګېزه نه لري

کابل کې ځیني کتاب پلورونکي د بازار له نشتون او د خپل کار له ځوړتیا شکایت لري.

افغانستان

که ښوونځي تړلي وي، خصوصي انستیتوتونه به هم وتړل شي

څه باندې ۴۰۰ ورځې کېږي، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي او تر اوسه روښانه نه ده چې کله به پرانیستل شي.

افغانستان

د طالبانو شپږ بې‌مخینې ریکارډونه

له هغې وروسته چې د تېر کال د اګست په ۱۵مه طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، یو لړ اقدامات یې وکړل چې د نړۍ په کچه بې مخینې دي.

افغانستان

د درېیم مکروریان په بازار کې اورلګېدنه؛ زرګونه افغانۍ شتمني وسوځېده

تېره شپه، د کابل ښار د درېیم مکروریان په بازار کې د نامالوم لامل له امله اورلګېدنه وشوه او د نږدې لسو هټیو توکي وسوځېدل.

فرهنګ او هنر

ننګرهار کې د خټینو لوښو د پېر او پلور بازار ښه شوی

ننګرهار کې د کلالانو په لاسونو د جوړ شويو خټینو لوښو بازار ښه شوی دی.

افغانستان

د کندهار اوسېدونکي د بشردوستانه مرستو په وېش کې د روڼتیا غوښتنه کوي

کندهار ولایت کې ګڼو اوسېدونکو د تېر نظام له پرځېدو وروسته خپلي دندې له لاسه ورکړې دي.

ورزش

کندز کې د وزلوبې له پیل څخه د خلکو هرکلی

کندز کې د وزلوبې فدراسیون مسوولین وایي چې د مني موسم د وزلوبې سیالۍ د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو لوبغاړو ترمنځ پیل شوې دي.

افغانستان

جګړو د کندهار ۷۰ ښوونځي ويجاړ کړي دي

د وروستیو جګړو له امله کندهار کې شاوخوا ۷۰ ښوونځي ويجاړ شوي، چې زيات یې دا مهال د زده‌کړو لپاره د کارولو وړ نه دي.

فرهنګ او هنر

کندز کې د ادبي ټولنو له کم‌کارۍ د فرهنګیالانو ګیله

کندز کې د ضیایي فرهنګي مرکز مسوول ضیاءالحق ضیایي وایي چې هېواد کې له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته د فرهنګي ټولنې ننګونې زیاتې شوې.

افغانستان

هرات کې د لاسي صنایعو او هنري آثارو د نندارتون جوړېدل

په هرات کې افغان ترک ښوونځیو د درېیو ورځو لپاره د دغو ښوونځیو د زده کوونکو لاسي صنایعو او آثارو درې ورځنی نندارتون جوړ کړی دی.