افغانستان

د طالبانو شپږ بې‌مخینې ریکارډونه

له هغې وروسته چې د تېر کال د اګست په ۱۵مه طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، یو لړ اقدامات یې وکړل چې د نړۍ په کچه بې مخینې دي. په دې راپور کې طالبانو شپږ ریکارډونه چې د نړۍ د هېوادونو په معاصر تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی، څېړل شوي دي.

اول؛ له سترګو پټ مشر

افغانستان د نړۍ په کچه داسې هېواد دی چې د واکمنې ډلې مشر یې د خلکو له نظره پټ دی. طالبان ادعا کوي چې مشر یې ملاهبت الله آخوند زاده نومېږي او اوس په کندهار کې اوسېږي. خو تراوسه هېڅ خپلواکې سرچینې هغه نه دی لیدلی؛ رسنیو له هغه څخه هېڅ تصویر نه دی خپور کړی او هغه ظاهرا نه دی حاضر شوی له کوم بهرني ديپلومات سره وګوري. په دې موده کې هغه ته یو منسوب تصویر خپور شوی چې داسې ښکاري څو کاله مخکې اخیستل شوی دی.

طالبانو په تېرو وختونو کې هم خپل مشر او بنسټ اېښودونکی له عمومي لیده پټ کړی و. ملا محمد عمر هم په رسنیو کې ښکاره نه شو او پر افغانستان یې د واکمنۍ پرمهال هېڅ تصویر نشته. ویل کېږي چې ښاغلي آخوند زاده د ملاعمر په تقلید دا تګلاره خپله کړې ده.

دا چلند د نړۍ هېوادونو په معاصر تاریخ کې بې مخینې دی. په ځینو موردونو کې کله یو شمېر سیاسي او پوځي مشرانو د امنیتي ګواښونو له امله د څه مودې لپاره ځانونه پټ کړي؛ خو د یوه سیاسي بهیر د مشر دایمي پټېدل یوه استثنايي چاره ده.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې هبت الله آخوند زاده تراوسه په خلکو کې نه دي لیدل شوی. آیا امنیتي اندېښنه لري یا غواړي «د راز په توګه» پاتې شي ترڅو په خپلو پلویانو کې یو ډول درناوی پیدا کړي؟

طالبانو ادعا کړې چې ښاغلی آخوند زاده د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د لړم په څوارلسمه په کندهار کې په یوه ټول کې راڅرګند شو او څو شېبې یې حاضرو کسانو ته وینا وکړه.

د طالبانو مرستیال ویاند محمد جلال پر خپله ټویټر پاڼه په دې اړه ولیکل: «د لومړي ځل لپاره شیخ هبت الله آخوندزاده د ماښام په شپږ نیمو بجو د کندهار د حکیمیه دارالعلوم مدرسه کې د خلکو په ټول کې راڅرګند شو او حاضرو کسانو ته یې وینا وکړه.»

دا ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي چې هېڅ تصویر یا ویډیو نشته په حکیمیه دارالعلوم کې د ښاغلي آخوندزاده د حضور ښودنه وکړي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي په دې اړه د آمو خبریال ته وویل چې د دوی مشر پټ نه دی او ادعا یې وکړه چې زیات شمېر هېوادوالو هغه لیدلی دی.

د کابل او کندهار له دوو غونډو وروسته، یو شمېر کسانو په خواله رسنیو کې دا ادعا مطرح کړه چې ګواکې ښاغلي آخوندزاده خپل مخ ګډون والو ته ښکاره نه کړ او خلکو ته یې شا اړولې وه او خبرې یې کړې دي.

بلال کریمې په هکله آمو ته وویل چې حاضرو کسانو په دواړو ناستو کې هبت الله آخوندزاده لیدلی دی.

کریمي ټینګار وکړ: «په کابل کې یوه غونډه جوړه شوه چې پینځه زره علماوو هغه ولیده. له هغې وروسته په کندهار کې یوه لوه غونډه ترسره شوه چې سلګونه او زرګونه کسانو، قومي مشرانو، متخصصینو او علماوو هغه لیدلی دی.»

ښاغلي کریمي په دوام کې وویل: «له شا د خبرو کولو تور یوه دسیسه ده.ِ»

هغه د ښاغلي آخوندزاده د تصویرونو نه خپرول د نوموړي د پټ ساتلو لپاره نه بولي او د نوموړي په باور هغه څه چې د طالبانو د مشر د پټېدو په اړه وایي؛ «سرچینه یې په کفري هېوادونو» کې ده.

د سیاسي چارو کارپوه فرشید حکیم یار په دې اړه وايي چې د نړۍ مشران د خپل هېواد له وګړو سره د اړیکو پربنسټ ځانونه مشر بولي. خو طالبان د «دیکتاتورانه» کړنو او «وېرې» په تګلارو سره نه غواړي چې له خلکو سره مخ شي.

د فعالیت او ژوند او د طالبانو په مشرتابه کې د آخوندزاده د رول په اړه دقیق جزیات نشته. طالبانو تراوسه هغه ته د منسوب غږ په خپرولو بسنه کړې ده.

دوهم؛ انتحاري کنډک

طالبان په یوه هېواد کې واکمنه ډله ده چې په رسمي توګه د ځانمرګو بریدکوونکو قطعه یا ډله لري. طالب مشرانو له بیا ځلې واکنېدو وروسته په یوه پوځي پرید کې د «استشهادي» یا انتحاري قطعې ستاینه وکړه او دا قطعه په رسمي ډول د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په چوکاټ کې فعالیت لري.

د طالبانو دا ځانګړنه هم یوه استثنا ده او هېڅ دولت په رسمي توګه د حکومتي بنسټونو په چوکاټ کې انتحاري ډله نه ده لرلې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه رسنیو ته وویل: «زموږ کسان په استشهادي ډلو کې چمتو دي، خو د ځانګړو ځواکونو په چوکاټ کې به وي او ټول به په دفاع وزارت کې فعالیت ولري. دا ځواکونه په یوه خاصه کچه جوړ شوی او د ځانګړو عملیاتو لپاره به ترې کار اخیستل کېږي.»

له دې مخکې هم په بدخشان کې ددې ډلې ځایي چارواکو د «منصوري لښکر» په نوم انتحاري ډلې د جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې و چې دا ډله په شمال ختیځو ولایتونو په تېره بیا بدخشان کې «له ګاونډیو هېوادونو سره د پولو د امنیت د خوندیتوب» په موخه رامنځته شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د وږي په میاشت کې د «حساب ورکولو او روڼتیا» په نوم پروګرام کې چې د رسنیو په مرکز کې جوړ شوی و، د طالبانو د دفاع وزارت په چوکاټ کې د ځانمرګو بریدګرو کنډک جوړول د ځان لپاره «یو اغېزمن او د ویاړ ګام» بللی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال نور جلال جلالي د دې ډلې د امنیتي بنسټونو په جوړښت کې د انتحاري ځواکونو شتون تایید کړی او وایي چې دا کنډک د دغې ډلې لپاره «ویاړ» دی. هغه ټینګار وکړ: «استشهادي کنډک زموږ د جهاد او ویاړ برخه ده. کم یا زیات شمېر یې زموږ د اسرارو یوه برخه ده او اړینه یې نه ګڼو چې په هکله یې مالومات ورکړو.»

له بلې خوا، د طالبانو یوه ویاند د وروستیو ځانمرګو بریدونو په تېره بیا پر کاج ښوونیز مرکز د برید په اړه د طالبانو د نظر په هکله د آمو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی په هېڅ ډول دا بریدونه ترهګر نه ګڼي.

بلال کریمي وویل: «اوس چې زموږ هېواد آزاد شوی اړتیا نشته چې دوی دا ډول بریدونه ترسره کړي. موږ چې اوس یو نظام جوړ کړی، زموږ ټول ځواکونه زموږ د هېواد ساتونکي دي. زموږ د سرحدونو، د ځمکنۍ بشپړتیا ساتونکي او باور لرو چې ټول دا ځواکونه سرښندونکي دي.»

له هغې وروسته چې روسیې د طالبانو او تاجکستان ترمنځ ترینګلتیا د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه، طالبانو د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې د انتحاري ځواک ډلې ځای پرځای کړې او تاجکستان هم د افغانستان په پولو کې خپل ځواکونه زیات کړل.

تازه طالبانو د خپلې انتحاري قطعې په ملاتړ د «فدایانو» په نوم انلاین کمپاین ترسره کړی و. دغه کمپاین په ټویټر او نورو خواله رسنیو کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شو. بالاخره ټویټر دا کمپاین بند کړ.

لومړنی ځانمرګی برید د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال د جاپان د هوايي ځواک له خوا د امریکایي کښتیو پرخلاف ترسره شو. د ۱۹۴۴ کال د نومبر په ۲۷مه کله چې ددغه هېواد ځواکونه له خطر سره مخ شول، د اوکامورا ځواکونو قوماندان، د لومړي ځل لپاره دا نظریه مطرح کړه. په دې طرحې سره د جاپان د هوايي ځواک پيلوټانو خپلې الوتکې د امریکا پر جنګي بېړیو وروجنګولې.

په دې لړ کې، طالبانو په نړۍ کې یوازینی رژیم دی چې په رسمي او فعاله توګه د رسمي ځواکونو په چوکاټ کې انتحاري کنډک لري. د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خپله یوه وینا کې په ویاړ سره وویل چې څه د پاسه زرو بریدګرو د هغه په اجازه ځانمرګي بریدونه کړي دي.

درېیم؛ له لوړ پوړې ښځینه چارواکې پرته هېواد

د طالبانو په کابینه کې چې ملاحسن آخوند یې په سر کې دی، هېڅ ښځه د وزارت، معینیت او ریاست په چوکۍ کې نشته او تراوسه د طالب مشرانو مېرمنې چا نه دي لیدلې.

د هغو شمېر له مخې چې د افغانستان د احصایې ادارې له خوا د ۱۴۰۰ کال د وري په لسمه خپرې شوې له ۳۴، ۳ میلیونه افغان وکړو څخه ۱۶،۸ میلیونه یې مېرمنې دي. خو د جمهوریت له سقوط او د طالبانو ډلې له واکمنېدو وروسته د افغانستان په اداري جوړښت کې د دوی ونډه په پراخه توګه کمه شوې ده.

په تېرو ۱۵میاشتو کې ښځو په ځلونو د روان وضعیت پرخلاف اعتراض کړی او د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې یې لاریونونه کړي دي.

په کابل کې د نجونو د اعتراضونو یوه ترسره کوونکې آمو ته وایي چې دوی له طالبانو هېڅ غوښتنه نه ده کړې او په لاریونونو کې مخاطبین نړیواله ټولنه وه.

راضیې بارکزۍ وویل: «طالبان په ټول کې له کوره بهر کار کولو سره مخالف دي. طالبان د ښځو په اړه انساني او برابر تعریف نه لري. له دې امله په هغه چوکاټ کې چې طالبانو د ښځو لپاره جوړ کړی، آن که یوه مېرمن کوم مقام ته وهم رسېږي نه قدرت لري او نه صلاحیت.»

په هغه څېړنه کې چې پیو څېړنیز مرکز په ۱۱۴ هېوادونو کې د کاري ځواک په تړاو ترسره کړې ښځې د نړۍ تر ۸۰ زیاتو هېوادونو کې ۴۰ سلنه کاري ځواک جوړوي.

دغه څېړنه چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال کې ترسره شوې ښیي، چې په ډېری هېوادونو کې لږ تر لږه ۵۰ سلنه کاري ځواک ښځې جوړوي او په الجزایر، هند، ایران، عراق، اردن، کویټ، یمن، لیبیا، مراکش، عمان، پاکستان، او سعودي عربستان هېوادونو کې لږ تر لږه ۱۹ سلنه کاري ځواک ښځې دي.

د افغانستان د تېر دولت د اداري اصلاحاتو ادارې په ۲۰۱۸ کال کې اعلان کړی و، چې د «د ښځو د ګډون طرحې» په پلي کولو سره د هغوی ۲۲ سلنه حضور تر ۲۰۲۰ کال پورې ۳۰ سلنه ته زیاتېږي. خو د طالبانو له راتګ سره دغه شمېر صفر ته نږدی شوی او د دې ډلې په ۳۳ کسیزه کابینه کې یوه ښځه هم نشته.

طالبانو کابل کې د خپل حضور په لومړنیو ورځو کې د افغانستان د ښځو وزارت لغو او پر ځای یې د «امربالمعروف او نهې عن المنکر» وزارت رامنځته کړ. د طالبانو دغه اقدام ګڼ غبرګونونه وپارول.

موده وروسته هبت‌الله اخوندزاده په خپل یوه شپږ ماده‌یي فرمان کې افغانستان کې د «ښځو د حقونو پر ورکولو» ټینګار وکړ. که څه هم په دغه فرمان کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د منع کولو په څېر مسایلو په اړه نه دي ویل شوي؛ خو د طالبانو مشر ټینګار کړی چې نجونې باید په «بدو» ورنه‌کړل شي.

د دغه فرمان په دویم فرمان کې راغلي چې «ښځه مال نه دی، بلکې ازاد او اصیل انسان دی او هېڅوک هغه د سولې په بدل کې په (بدو) کې نه شي ورکولای.»

د طالبانو مشر په خپل هېڅ یوه فرمان کې د طالبانو په حکومتي جوړښت کې د ښځو مقام ته اشاره نه ده کړې.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي په دې اړه وایي چې طالبان هېڅ ښځه له دندې نه ده ګوښه کړې. هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ښځو چارو وزارت له لغوې وروسته ۹۰ سلنه مېرمنې چې په دغه وزارت کې پر کار بوختې وې وزګارې شوې وویل: «موږ یو اسلامي نظام رامنځته کړی او په اسلامي نظام کې د هېواد د ټولو وګړو حقونه تامینېږي. موږ اړتیا نه لرو چې د ټولنې د هرې برخې لپاره یو ځانګړی وزارت وي.»

څلورم؛ د نجونو ښوونځیو تړل

طالبان د نړۍ په سطحه یوازینی رژیم دی چې نجونې یې ښوونځي ته له تګ څخه منع کړې دي. په بل هېڅ هېواد کې داسې څه نه دي لیدل شوي. البته د طالبانو دا کړنه هم په اصل کې د هغه سیاست بیاځلې پلې کول دي چې په ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو کې په خپله واکمنۍ کې تطبیق کړ. یوازینی توپیر چې شتون لري دا دی چې په هغه موده کې هېڅ نجلۍ ښوونځي یا پوهنتون ته نه تلله، خو اوس تر شپږم ټولګي پورې کم عمره نجونې ښوونځیو ته ځي او د نجونو پرمخ د پوهنتونو دروازې نه دي تړل شوې.

که څه هم دغې ډلې اعلان کړی و چې د نجونو ښوونځي د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په لومړۍ نېټه پرانیستل شي، خو له دې خبرو دوې ورځې وروسته، هغوی اعلان وکړ چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورنه‌کړي چې ښوونځيو ته ولاړې شي.

طالبانو په معمول ډول تدارکاتي ننګونې او درسي نصاب د ښوونځیو د تړل کېدو عامل بولي.

پر بشري حقونو د څاربنسټ یوه مسووله هیدر بار ټویټر کې یوه پیغام کې لیکلي: «هېڅ تدارکاتي ستونزه او د سرچینو ننګونه نشته. دا قصدي ظلم دی.»

طالبان د نجونو له زده‌کړو سره د چلند له پلوه په بشپړ ډول استثنا دي. ان د اسلامي هېوادونو ترټولو زیات محافظه‌کاره رژیمونو د نجونو د زده‌کړو مخه نه ده نیولې. یوازینۍ د پرتلې وړ بېلګه عراق کې د داعش کړنه ده چې پر بشري حقونو د څار بنسټ د راپور له مخې په کلیوالو سیمو کې یې ښوونځیو ته د نجونو د تلو مخه نیولې وه. د اتلانتیک د بل راپور پر بنسټ، داعش له ۱۵ کلنۍ پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړې وې. لکه څنګه چې اوس طالبانو له ۱۳ کلنۍ پورته نجونې له زده‌کړو بې برخې کړې دي. خو داعش په جګړه کې د ښکېل ډلې په توګه عمل کاوه او هېڅکله بریالي نه شول چې دولت جوړ کړي. داسې حال چې طالبانو د دوی په خپله خبره د یوه «حکومت» په توګه داسې کار کړی دی.

پنځم؛ له نړیوالو ترهګرو ډکه کابینه

د طالبانو د ۳۳ کسیزې کابینې له منځه د طالبانو رییس‌الوزرا محمد حسن اخوند، د هغه مرستیالان ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي، سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، د دفاع وزارت مرستیال محمد فاضل مظلوم، د زندانونو ادارې سرپرست نورالدین ترابي، د رییس الوزرا امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر، د لوړو زده‌کړو پخوانی وزیر عبدالحق وثیق او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د نړیوالو بندیزونو په نوملړ کې دي.

د طالبانو د مشرتابه د ډېری غړو برعکس د ملا هبت‌الله نوم د امریکا د ترهګرۍ په نړیوال نوملړ او د ملګروملتونو د بندیزونو په نوملړ کې نشته.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې «سیګار» د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ پر ۱۵ د طالبانو ادارې کابینې ته په پام تر بندیز لاندې د نامتو کسانو نومونه اعلان کړي دي. په دغه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو ډېری چارواکي هغه کسان دي چې په ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال کې هم د طالبانو په تېر دولت کې حضور درلود او بې شمېره «ترهګریز بریدونه» یې کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت د دغه راپور له خپرولو وروسته په یوه بیانیه کې د امریکا په تور لیست کې د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست سراج‌الدین حقاني د حضور په اړه ویلي او زیاته کړې یې ده چې د جلال‌الدین حقاني د کورنۍ غړي د دغه هېواد په تور نوملړ کې دي او په نښه کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د تېر کال د وږي میاشتې پر ۱۸ ویلي و، چې د دوحې په تړون کې د طالبانو ټول چارواکي له هېڅ استثنا پرته له امریکا سره د تعامل برخه وو او ټینګار یې وکړ: «دغه کسان باید د ملګروملتونو سازمان او امریکا له تورو لېستونو ایستل شوي وای. هغه غوښتنه چې تر اوسه نه ده عملي شوې.»

هغه ټینګار کړی و: «دا چې امریکا او نور هېوادونه داسې تحریکوونکې څرګندونې کوي او هڅه کوي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، «اسلامي امارت» یې په کلکو ټکو غندي.»

شپږم؛ له اساسي قانون پرته هېواد

طالبانو په نړۍ کې داسې یوازینی حکومت رامنځته کړ چې د هغوی په باور اساسي قانون ته اړتیا نه لري.

د طالبانو د عدلیې وزارت مرستیال عبدالکریم حیدري د ۱۴۰۱ د تلې پر ۱۳ یوه خبري ناسته کې رسنیو ته وویل، چې افغانستان اساسي قانون ته اړتیا نه لري.

سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو تر ۱۵ میاشتو زیاته موده کېږي، دغه ډله کومې کړنلارې پرته پر خلکو واکمني کوي.

که څه هم د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي د ۱۴۰۰ کال په تله میاشت کې کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره په لیدنه کې ویلي و، چې د ۱۳۴۳ د محمد ظاهر دورې اساسي قانون به له ځینو بدلونونو سره په لنډمهاله توګه پلي شي، خو تر اوسه یې د عملي کېدو په اړه هېڅ خبر نشته.

په دې لړ کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له رسنیو سره په خبرواترو کې د اساسي قانون په اړه د کار له پیل څخه خبر ورکړی او ویلي یې دي چې ډېر ژر به دغه قانون افغانستان کې تېرو قوانینو پر ځای عملي شي.

د افغانستان له لومړنی اساسي قانون څخه چې «د افغانستان د دولت اساسی نظام نامې» په نوم په ۱۳۰۱ کال کې د شاه امان الله په دوره کې تصویب شو سل کاله تېرېږي. په دې موده کې دغه هېواد له لسو ځلو زیات د اساسي قانون له بدلون سره مخ شوی دی. خو په یوویشتمه پېړۍ کې یوازینی هېواد چې له رومن ژرمنیک او اسلامي حقوقي سیستم څخه د پیروۍ سره سره اساسي قانون نه لري.

د خلکو له سترګو پټ مشر، د ځانمرګي کنډک رامنځته کول، له حکومتولۍ د ښځو ایستل، د نجونو ښوونځیو تړل، د هغو کسانو له خوا د کابینې مدیریت چې نومونه یې د نړیوالو ترهګرو په توګه ثبت دي او د اساسي قانون نشتون د طالبانو د حکومتولۍ تګلار د نړۍ په سطحه پر یوې استثنا بدله کړې ده.

دغه ځانګړنې د دې لامل شوې چې په نړۍ کې هېڅ هېواد دې ته حاضر نه شي چې د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني او له بلې خوا، د هېواد انزوا د دې لامل شوې چې لوږه او بېوزلي، د پخوا په پرتله زیات د افغانانو ژوند ستونزمن کړي.

نړیوال څارونکي په دې باور دي چې ملا هبت‌الله اخوندزاده سخت افراطي لیدلوری لري او د دغو پرېکړو ډېر مسوولیت د هغه پر غاړه دی. واک ته د طالبانو له رسېدو تر یوه کال د زیاتې مودې له تېرېدو سره سره د ښاغلي اخوندزاده په دریځ کې د نرمښت هېڅ نښه نه لیدل کېږي.