ښځې

د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په هیله پر زده کوونکو د قرطاسیې وېشل

د ښځو حقونو یو شمېر فعالینو په کابل کې، د دې ښار پر ځینو زده کوونکو قرطاسیه ووېشله.

افغانستان

د تېلو د بیو لوړوالی او د موټرو په کارولو کې د خلکو د لیوالتیا کمښت

هغه موټر چلوونکي چې هره ورځ په کابل ښار کې خلک لېږدوي، د تېلو د بیو له لوړوالي شکایت لري او وایي چې اړ شوي خپل موټر ودروي.

سوداګري

ننګرهار کې د زیتونو حاصلات کم شوي

د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال د دې ولایت له څلورګونو فارمونو د زیتونو راټول شوي حاصلات د تېر کال په پرتله کم دي.

سوداګري

د چین د وارداتو په نړیوال نندارتون کې د افغاني غالیو محبوبیت

د چین د وارداتو نړیوال نندارتون د جمعې پر ورځ په دغه هېواد کې پرانیستل شو او د دغه نندارتون په څلورو غرفو کې افغاني محصولات نندارې ته اېښودل شوي.

افغانستان

يونیسف زابل کې د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه کړه

دغه شبکه د زابل د مرکز کلات اړوند مومن کلي کې جوړه شوې ده.

افغانستان

کانکور کې بریالیتوب د کاج د ټپي زده‌کوونکو پر ټپ پټۍ

نن افغانستان کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې او د دغې برخلیک ټاکونکې ازموینې ګډونوالو د خپل ژوند لپاره یو مهم ګام پورته کړ.

افغانستان

د سړکونو خرابوالی او د واورو ورېدل، د بدخشان د لیرو پرتو سیمو د اوسېدونکو ستونزې

د واورې د ورېدو له امله هر کال د لارو له تړل کېدو سره له مرکز او نورو سیمو سره د هغوی اړیکې د څو میاشتو لپاره پرې کېږي.

سوداګري

بادغیس کې د کانونو د غیر معیاري کیندنو په اړه اندېښنې

د بادغیس ولایت ځايي چارواکو په تېرو څو میاشتو کې، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې څو کانونه موندلي او تثبت کړي یې دي.

افغانستان

پروان کې سېلاب ځپلي له سېلابونو شپږ میاشتې وروسته، لا هم تر خیمو لاندې ژوند کوي

په داسې حال کې چې په پروان کې د سېلابونو له راتلو شپږ میاشتې تېرېږي، ددې ولایت زیانمن لا هم له سرپناه پرته ژوند کوي.

افغانستان

د کندهار – زابل د ویجاړ شوي سړک رغونه

د کندهار د دامان ولسوالۍ د اعظم کلا سیمه کې دا مهال د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت کارکوونکي د کندهار – زابل د ويجاړې شوې لويې لاري په رغونه بوخت دي.