افغانستان

يونیسف زابل کې د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه کړه

دغه شبکه د زابل د مرکز کلات اړوند مومن کلي کې جوړه شوې ده.

دا هغه سيمه ده، چې د څښاک د پاکو اوبو د نشتون له امله یې اوسېدونکي پر بېلابېلو ساري ناروغيو اخته شوي وو، خو تازه په همدې سيمه کې د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق (یونیسف) له لوري د ۳ ميلیون افغانيو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو يوه لويه شبکه جوړه شوې، چې سلګونه کورنيو ته یې پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

د زابل د لپاره د طالبانو د کليو او پراختيا رییس حکمت‌الله زهير وایي، چې دغه پروژه د يونیسف له خوا عملي شوې، چې د سيمو خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو په برابرولو کې مهم رول لوبوي.

نوموړی وایي: «موږ مخکې په دغو سيمو کې زياتې ستونزې لرلې، ځکه د څښلو لپاره پاکې اوبه نه وې او اوسېدونکی يې له بېلابېلو ستونزو سره مخ وو، چې اوس به انشاءالله هغه ستونزي له منځه ولاړی شي.»

د دغې پروژې د پرانیستو په مراسمو کې زابل کې د طالبانو د اقتصاد رییس عزت‌الله وویل، چې خلک دې د دغه ډول مهمو پروژو ساتنه وکړي.

په همدې حال کې د سيمې اوسېدونکي د دغې پروژې له پلي کېدو خوښي څرګندوي.

د یادې سیمې اوسېدونکی محمدالله وایي، مخکې د ناپاکو اوبو د څښاک له امله په بېلابېلو ناروغيو اخته شوي وو، چې د همدې شبکې د اوبو په کاروني سره به د ناروغيو کچه ټيټه شي.

د دغې سیمې یوه بل اوسېدونکي مومن خان د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «دلته دومره ستونزې وې، چې موږ يې په هېڅ ډول نشو بیانولای، له هر هغه چا څخه مننه کوو، چې له موږ سره یې مرسته کړې ده.»

د زابل د مرکز کلات په ګډون د دغه ولایت په شاجوی، سيورې او ارغنداب ولسوالیو کې د پاکو اوبو د نشتون له امله د روان کال له پیل راهيسي زرګونه کسان د کولرا پر ويروسي ناروغۍ اخته شوي دي.