افغانستان

د سړکونو خرابوالی او د واورو ورېدل، د بدخشان د لیرو پرتو سیمو د اوسېدونکو ستونزې

د ژمي له رارسېدو او د بدخشان ولایت مرکز فیض‌اباد ښار ته د لارو د تړل کېدو له خطر سره سممهاله، د دغه ولایت د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي د بېړني وضعیت لپاره د زېرمو له نشتون څخه اندېښنه څرګندوي.

د بدخشان د لیرو پرتو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وایي چې هر کال د ژمي موسم له رارسېدو سره، د بدخشان د لیرو پرتو ولسوالیو د اوسېدونکو یوه ستونزه د ولایت مرکز ته د دغو ولسوالیو د لارو تړل کېدل ده.

د هغوی په وینا د واورې د ورېدو له امله هر کال د لارو له تړل کېدو سره له مرکز او نورو سیمو سره د هغوی اړیکې د څو میاشتو لپاره پرې کېږي.

ویل کېږي چې د یو شمېر ولسوالیو لارې ان تر شپږو میاشتو تړلې پاتې کېږی چې له هوایي لارې پرته به د ځمکې له لارې دغو سیمو ته لاسرسی ناشونی وي.

د نسي ولسوالۍ اوسېدونکی او د بدخشان پوهنتون محصل حبیب‌الرحمن وایي: «هر کال د واورو د ورېدو له امله زموږ د ولسوالۍ لارې بندېږي او موږ د اړتیا پر مهال د مرستو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ یو. په ژمي کې زموږ ستونزې زیاتېږي؛ خو په نورو موسمونو کې هم، د لارو خرابوالی د ترافیکي پېښو د زیاتېدو لامل کېږي.»

هغه دوام ورکوي: «د لارو د خرابوالي له امله، موږ په سړو موسمونو کې اړ یو فیض‌اباد ته د تلو لپاره، نږدې ۴ زره افغانۍ کرایه ورکړو. له همدې امله دوه کاله کېږی چې کور ته نه یم تللی.»

دغه اوسېدونکي وایي چې د لارو تړل کېدل د خوراکي توکو د بیو پر لوړېدو هم اغېزه کوي او باید مرستندویه بنسټونه او اړوند مسوولین هم په دغو سیمو کې په بېړني وضعیت کې د ځواب ویلو لپاره ځینې تدابیر ونیسي.

مخکینیو حکومتونو د خلکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره له مخکې په یو شمېر دغو ولسوالیو کې طبیعي احتمالي پېښو ته د ځواب ویلو په موخه د زون په کچه د خوراکي او نورو اړینو توکو زېرمې رامنځته کړې وې او د خلکو روغتیایي ستونزو ته د پاملرنې لپاره یې له تاجکستان سره د سرحدي همکاریو له لارې عمل کاوه.

د بدخشان د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي وایي، اوس چې د ولسوالیو د اړینو توکو په زېرمو کې څه نشته او د تاجکستان پولې هم د وروستیو بدلونونو او سیاسي کړکېچونو له امله د سرحدي سیمو د اوسېدونکو پر مخ تړل شوې دي، طالبان تر اوسه بدیل پروګرام او د خلکو ستونزو ته د پاملرنې لپاره ښکاره کړنلاره نه لري.

د بدخشان د مای‌مي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالحی وایي: «په ژمي کې د لارو تړل کېدل او د سړکونو خربوالي موږ له ګڼو ستونزو سره مخ کوي. ما د خپلې مېرمنې په ګډون د کورنې څو غړي په دې پېښو کې له لاسه ورکړي. زه دغه زړه بوږنونکې پېښه نه هېروم. دا زما د ژوند لومړنۍ ناوړه پېښه نه وه. موږ کلونه کېږي چې د سړک د خرابوالي له امله د خپلو کورنیو غړي او خپلوان له لاسه ورکوو.»

بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان د ژمي په موسم کې د بدخشان د سرحدي ولسوالیو لپاره څه پروګرام لري؟ د خوراکي توکو د زېرمو تش‌والی مني او وایي چې په دغه ولایت کې مېشتو بهرنیو موسسو ژمنه ورکړې چې ډېر ژر له لیرو پرتو ولسوالیو سره مرستې کوي.

نوموړی زیاتوي: «د بدخشان ۲۷ ولسوالۍ مو په اتو زونونو وېشلې دي او دغو زونونو ته د خوراکي توکو له رسېدو سره به د احتمالي طبیعي پېښو له امله لویې ستونزې هوارې شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال بدخشان کې د واورې ورېدل د دغه ولایت د ۱۲ ولسوالیو د لارو د تړل کېدو لامل ګرځي او له دې بندېدو سره د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کېږي. همداراز د بدخشان په ځینو ولسوالیو کې د واورو ورېدل، د سړک خرابوالی او سختوالی د ترافیکي پېښو او د خلکو د تلفاتو لامل کېږي.