د غزې د ملکي دفاع ادارې ویاند، محمود بصل د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د پنجشنبې په سهار وختي پر غزه د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي.
د هغه په وینا، د دغو کسانو له ډلې ۷ تنه د استوګنې پر ودانیو او یو تن د غزې ښار لوېدیځ ته په «الـشاطي» کمپ کې وژل شوی دی.
د غزې ښار «الـشفا» روغتون هم تایید کړې ده چې په دغو تازه بریدونو کې ۱۵ نور کسان ټپیان شوي او دغه روغتون ته ورلېږدول شوي دي.
که څه هم د تېرې اکتوبر میاشتې راهیسې په رسمي ډول یو اوربند شوی، خو په غزه کې هره ورځ نښتې او تاوتریخوالی روان دی.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، چې د ملګرو ملتونو لخوا هم د باور وړ ګڼل کېږي، د دغه اوربند له پیل راهیسې اسرائیلو لږ تر لږه ۹۳۶ کسان وژلي دي.
اسراییل او حماس ډله دواړه یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي.
د دغه اوربند لومړی پړاو د حماس لخوا د وروستیو اسراییلي بندیانو خلاصولو او په بدل کې یې د اسرائیلو لخوا د فلسطیني بندیانو خوشې کول وو.
خو د دویم پړاو خبرې اترې چې باید د حماس بېوسلې کول او د اسراییلي پوځ تدریجي وتل پکې شامل وای، له میاشتو راهیسې ځنډېدلې دي.
تېره اونۍ د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وویل، چې خپل پوځ ته یې امر کړی ترڅو د غزې تړانګې ۷۰ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندې راولي.
بلخوا، تېره اونۍ په غزه کې د حماس د پوځي څانګې نوی مشر «محمد عوده» هم د اسرائیلو په یو برید کې ووژل شو.
غزه له نږدې یو کال راهیسې د تاریخ تر ټولو سختې جګړې او ویجاړۍ شاهده ده، چې له امله یې د سیمې روغتیايي او د ملکي خوندیتوب سیسټمونه په بشپړ ډول فلج شوي دي.
د نړیوالو فشارونو او د دایمي اوربند لپاره د منځګړیتوب د هڅو سره سره، د جګړې دواړه لوري تر اوسه ندي توانېدلي چې پر یوې داسې هوکړې موافقې ته ورسېږي چې په سیمه کې د ملکیانو وژنه او ناورین پای ته ورسوي.
