افغانستان

کابل کې د کانکور ازموینه سږ کال هم د نجونو له ګډون پرته پیل شوه

انځور آرشیف

د طالبانو تر مدیریت لاندې د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی چې په کابل ولایت کې د ۱۴۰۵ لمریز کال د پوهنتونونو د ننوتلو (کانکور) ازموینې درېیم پړاو نن پیل شو او تر سبا به دوام وکړي.

د تېرو درېیو کلونو په څېر، سږ کال هم دا ملي پروسه په داسې حال کې ترسره کېږي چې هیڅ یوې نجلۍ ته پکې د ګډون اجازه نشته.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د کابل ولایت د داوطلبانو ازموینه د غبرګولي په ۱۴مه او ۱۵مه د کابل پوهنتون په انګړ کې اخیستل کېږي.

همداراز د دیني مدرسو، د شپې پوهنځیو او د څوارلسمو ټولګیو د فارغانو ځانګړې ازموینه (څلورم پړاو) به د غبرګولي په ۲۲مه په کابل کې ترسره شي.

سږ کال په ټول هېواد کې نږدې ۱۲۰ زره هلکان په کانکور کې ګډون کوي، چې له دې ډلې څخه د ۱۱۱ زرو څخه د زیاتو کسانو د جذب اټکل شوی دی.

هم‌مهاله د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز به په راتلونکي کې د ښوونکو او ډاکټرانو په ګډون د ښځینه متخصصو کادرونو کمښت لا پسې زیات کړي.

د یونیسف د نوي راپور پر بنسټ، په هېواد کې د شته ۱۲۹ دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه ۴۰ پوهنتونونه د عوایدو د کمښت او د محصلینو او استادانو (په ځانګړي ډول د ښځو) د نشتوالي له امله د تړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

یونیسف په خپل وروستي راپور کې روښانه کړې چې د بندیزونو له امله تر اوسه له یو میلیون څخه زیاتې نجونې له تعلیمه بې‌برخې شوي او په کلني ډول ۲۵۰ زره نورې نجونې هم پرې ورزیاتېږي.

دغه بنسټ ټینګار کوي که دا وضعیت دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د محرومو نجونو شمېر له دوه میلیونو څخه واوړي.

په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو راهیسې پر ښځو او نجونو تعلیمي بندیزونه یو له تر ټولو جنجالي مسایلو څخه دی.

د کورنیو او نړیوالو فشارونو سره سره، پوهنتونونه او د نجونو لېسې لا هم تړلي پاتې دي.

د پوهنتونونو او لوړو زده کړو د مرکزونو تړل کېدل به د هېواد پر تعلیمي او اقتصادي نظام داسې ضربه وي چې جبرانول به یې لسیزې وخت ونیسي.