سوداګري

بادغیس کې د کانونو د غیر معیاري کیندنو په اړه اندېښنې

د بادغیس ولایت ځايي چارواکو په تېرو څو میاشتو کې، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې څو کانونه موندلي او تثبت کړي یې دي.

کابو دوې میاشتې مخکې، په بادغیس کې د طالبانو د کانونو آمر سید شمس الدین وویل چې د فلوراید ډبرو یو کان یې تثبیت کړی او د ایستلو لپاره یې قرارداد کړی دی.

دا کان چې د بادغیس د آب کمري ولسوالۍ اړوند سیمه کې موندل شوی دی، طالبانو یو ټن یې د دوه میلیونه افغانیو په بدل کې قراردادي ته ورکړی دی.

تېره اونۍ د بادغیس د کانونو آمریت مسوولینو وویل چې د دغه ولایت بالامرغاب ولسوالۍ په یوه سیمه کې یې د ګازو کان ثبیت کړی او همداراز د آب کمري

د بادغیس ولایت اوسېدونکي په دې ولایت کې د کانونو د کیندنو او په قرارداد د ورکولو په اړه بېلابېل نظریات لري.

د بادغیس اوسېدونکی سلطان احمد وایي: «د دغو کانونو کشفول او ایستل د هېواد پر اقتصاد مثبته اغېزه لري او باید له دغو کانونو سمه استفاده وشي. دا د هېواد ملي شتمني ده او باید له لارې ترلاسه شوې پیسې حیف و میل نه شي.»

د بادغیس ولایت اوسېدونکي ټینګار کوي چې د کانونو سم ایستل او د عوایدو په سمه توګه لګول به یې د خلکو د هیله مندۍ لامل شي.

د بادغیس ولایت یو بل اوسېدونکی غلام دستیګر وايي: «طالبان ددغو کانونو د سم راایستلو وس نه لري، دا کانونه باید په غیرمسلکي توګه ونه ایستل شي، همداراز له دغو کانونو ترلاسه شوي عواید، په پوره رڼه توګه ولګول شي.»

په اوسني وخت کې په بادغیس ولایت کې د فلوراید ډبرې په یوه کان او د ګچو په څلورو کانونو کې کیندنې روانې دي او ددغو کانونو قرارداد په رسمي توګه له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.

له بلې خوا، کارپوهان په دې باور دي، هغه کانونه چې په بادغیس کې د طالبانو د ځایي ادارې له خوا تثبیت شوي، له دې وړاندې د بهرنیو هېوادونو او حکومت له خوا په نښه، تعین او مشخص شوي وو او آن د ځینو کار د تړون او ایستلو تر پړاوه رسېدلی و.

د کانونو چارو کارپوه انجینر عبدالله وايي: «که کانونه په سمه توګه وایستل شي، د هېواد پر اقتصاد ډېره اغېزه کولای شي؛ پرته له هغې او د غیرمسلکي ایستلو په صورت، د چاپېریال د ککړتیا په ګډون منفي اغېزې لرلای شي.»

عبدالله زیاته کړه چې درېیمه درجه هېوادونه په تېره بیا افغانستان، د کانونو د غیرمسلکي کیندونو له ستونزې سره مخ دي.

هغه وویل: «د کانونو د ایستلو لپاره باید له مسلکي او پرمختللو کسانو او وسایلو کار واخیستل شي. په تېر حکومت کې، تر ټولو لویه ننګونه چې له امله یې کانونه ونه ایستل شول، د امنیت نشتوالی و. له همدې امله، د کانونو سیمې نه په ګوته کېدې او پټ پاتې کېدل ترڅو قاچاق نه شي. حکومت هم د کانونو د ایستلو لپاره  لازمه مسلکي توانمني نه لرله.»

د کارپوهانو په وینا، د کانونو په معیاري کیندنو کې باید ټول اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او د کاني توکو د کیفیت سلنه په مسلکي توګه په پام کې ونیول شي. په افغانستان کې د کانونو د ایستلو ټول شرکتونه او بنسټونه له دې ستونزې، په تېره بیا د مسلکي کیندنو لپاره د معیاري وسایلو له کمښت سره مخ دي.

دا په داسې حال کې دي چې د بادغیس ولایت د کانونو آمریت د مسوولینو په وینا، په اوسني وخت کې د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې د فلوراید، سرپو، ګچو، ډبرو سکرو، زمردو او سرپنتین نوي ډول ډول کانونونه تثبیت او په ګوته شوي دي.