افغانستان

د تېلو د بیو لوړوالی او د موټرو په کارولو کې د خلکو د لیوالتیا کمښت

هغه موټر چلوونکي چې هره ورځ په کابل ښار کې خلک لېږدوي، د تېلو د بیو له لوړوالي شکایت لري او وایي چې اړ شوي خپل موټر ودروي.

له بلې خوا، کابل ښاریان وایي چې د تېلو بیو له زیاتوالي او د لیني موټرو د کرایو له لوړېدو وروسته، دوي اړ شوي چې د ښار ډېری برخو ته پلي یا پر بایسکل ولاړ شي.

په اوسني وخت کې، یو لیتر پټرول په پلازمیني کې ۷۹ افغانۍ او یو لیتر ډیزل ۱۲۷ افغانیو پلورل کېږي.

فرید د کابل ښار د تېلو د یوه ټانګ کارکوونکی دی، هغه وایي چې په وروستیو اونیو کې یې عواید کم شوي دي.

نوموړی د دوی د عواید د کمښت لامل د خلکو اقتصادي ستونزې او وزګاري بللې او وایي: «ډېری خلکو، خپل موټر په ګراج کې درولي او له همدې امله زموږ بازار هم خراب شوی دی.»

له بلې خوا، د تېلو بیو د لوړېدو له امله د ښار د لیني موټرو کرایې هم لوړې شوې او د پلازمیني موټر چلوونکي، په ښار کې د مسافرو له کمښته شکایت لري.

دوی وایي د ژمي په درشل کې په داسې حال کې چې د خوراکي او سون توکو بیې په لوړېدو دي، په سختۍ یوازې د وچې ډوډۍ د پېرلو پيسې پيدا کوي.

ږیره مې په موټر چلولو کې سپينه شوه

فضل له ۲۵ کلونو راهیسې د کابل ښار په واټونو کې موټر چلوي او وايي چې «ږیره مې په موټر چلولو کې سپينه شوه.» هغه په دغو کلونو کې موټر چلولی او خلک یې د ښار بېلابېلو سیمو ته رسولي دي.

دغه د لوړ عمر خاوند موټر چلوونکی وایي: «د خلکو اقتصاد کمزوری دی او له بلې خوا د تېلو بیې هره ورځ لوړېږي. دا چاره ددې لامل شوې چې زموږ پر کار منفي اغېز وکړي. په تېرو وختونو کې د تېلو بیې ډېرې ټیټې وې؛ خو اوس لوړې شوې، همدا اوس مې موټر تېل خلاص کړی او له سهار راهیسې مې لس افغانۍ کار کړی.»

یو بل موټر چلوونکی یاسین هم وایي: «د تېلو بیې لوړې شوې، کاروبار نشته، موږ نه شو کولای د ورځې په اوږدو کې سل افغانۍ هم کار وکړو؛ ځکه یوازې د تېلو ستونزه نه ده. مبلایل او د موټر نور خدمات هم لوړ شوي، مخکې به مو په ۱۲۰۰ افغانۍ مبلایل بدلول؛ خو اوس دوه زره او ۳۰۰ افغانیو ته رسېدلي، کله مو چې موټر عوارض وکړي، اړ کېږو چې له خپله جبیه پیسې پرې مصرف کړو.»

دا وضعیت د دې لامل شوی چې خلک تر ډېره له بایسکل څخه کار واخلي. اوس زرګونه بایسکلونه خلک د ښار بېلابېلو برخو ته رسوي.

محصل جاوید حیدري په دې اړه وايي: «د تېلو بیو په لوړېدو سره، د موټرو کرایې هم زیاتې شوې او زه ډېر وختونه پلی مزل کوم، خلک د کرایې د ورکړې وس نه لري او اړ دي چې له بایسکل څخه کار واخلي.»

د شته مالوماتو له مخې، د طالبانو له خوا د هېواد په بندرونو کې د تېلو د لېږدوونکو ټانکرونو درول او له ګاونډیو هېوادونو د بې کیفیته تېلو واردېدل، د تېلو د وارداتو د کمښت او په بازارونو کې د تېلو د بیو د لوړېدو لامل شوي دي.

موږ غوښتل چې په دې اړه د طالبانو د سوداګرۍ خونې د مسوولینو نظر هم ترلاسه کړو؛ خو له بیا بیا تماسونو سره سره بریالي نه شوو.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، د تېلو څه د پاسه څلور حوزې موجودې دي او اوسمهال د آمو د تېلو له حوزې تېل ایستل کېږي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو په باور، دا تېل د خلک اړتیا نه شي پوره کولای او سوداګر له روسيې، ایران او منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه افغانستان تېل واردوي.