ښځې

د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په هیله پر زده کوونکو د قرطاسیې وېشل

د ښځو حقونو یو شمېر فعالینو په کابل کې، د دې ښار پر ځینو زده کوونکو قرطاسیه ووېشله. دوی هیله منې دي چې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

دوی چې خپله ډله راه دانش یا د پوهې لاره بولي، پر زده کوونکو د قلمونو او کتابچو په وېشلو، له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو د پرانیستو په موخه د عدالت غوښتنې په لټه کې دي.

د دې ډلې مسووله حُسنا رووفي وايي چې د دوی موخه، له زده کړو ملاتړ او د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل دي.

هغه وایي: «دا مرسته د راه دانش ډلې له شخصي لګښته ترسره او پر شپږ سوه نجونو او هلکانو ووېشل شوه. همداراز مو د کابل په یوه ولسوالۍ کې هم پر اړمنو زده کوونکو قلمونه او کتابچې ووېشلې. موږ به دغه بهیر ته دوام ورکړو او هیله منې یو چې دا مبارزه د نجونو ښوونځیو د پرانیستو او د نجونو په وړاندې محدودیتونو د لیرې کولو لپاره پایلې ته ورسېږي.»

د راه دانش ډلې ښوونکې سوریا یوسفي دې ته په اشارې سره چې هیله منه ده دا ډول پرګرامونه د نجونو پر روحیې مثبت اغېز وکړي وویل: «موږ د نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستو غوښتونکي یو او زموږ عدالت غوښتنه به همداسې روانه وه. موږ له نړیوالې ټولنې، په تېره بیا ملګروملتونو سازمانه غواړو چې په دې وخت کې افغان نجونې او ښځې یوازې پرې نه ږدي او له هغوی خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

بي بي زینب ظهوري د برهان الدین رباني ښوونځي د شپږم ټولګي زده کوونکې ده. هغه له طالبانو غواړي اجازه ورکړي چې نوموړې او نورې افغان نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي.

دغه زده کوونکې وايي: «زه هیله منه یم چې وکولای شم درس ووایم او په راتلونکي کې ښوونکې شم.»

د دغې لېسې یوه بله زده کوونکې مریم حمیدي د آمو خبریال ته وايي: «موږ ټولې زده کوونکې د خپل راتلونکي لپاره یو لړ هیلې لرو. که ښوونځي تړلي پاتې شي، زموږ ټولې هیلې به له خاورو سره برابرې شي. هیله منې یو چې طالبانو په راتلونکي کال کې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.»

د ښځو فعالینې په داسې حال کې د محدودیتونو د لیرې کولو او له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو د پرانیستو مبارزه کوي چې څه د پاسه ۴۰۰ ورځې کېږی چې طالبانو اجازه نه ورکوي دا نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي؛ دا اقدام له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی او کارپوهان په دې باور دي چې همدا چاره د دې لامل شوې چې تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.