ورزش

کندز کې د وزلوبې له پیل څخه د خلکو هرکلی

کندز کې د وزلوبې فدراسیون مسوولین وایي چې د مني موسم د وزلوبې سیالۍ د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د لوبغاړو ترمنځ د زرګونه نندارچیانو په حضور د سر دورې د وزلوبې په میدان کې پیل شوې دي.

د کندز ولایت د وزلوبې فدراسیون رییس محمد سلیم صافي وایي: «دا د لوبو دویمه اونۍ ده چې د کندز د مرکز او ولسواليو لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې او د دې لوبو موخه د وزلوبې غوره لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو چمتوالی دی.»

د هېواد په کچه د وزلوبې غوره لیګ سیالۍ به په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي.

هغه په دوام کې وویل: «د وزلوبې سیالۍ د مرکز په ګډون د کندز په ټولو ولسوالیو کې رامنځته کېږي چې د خلکو له پراخ هرکلي او د هغوی له ملاتړ سره مخ شوې دي او موږ هڅه کوو داسې لوبې لا زیاتې رامنځته کړو.»

وزلوبه افغانستان کې یوه ولسي لوبه ده چې ګڼ مینه‌وال لري چې تر ډېره په شمال او شمال‌ختیځ ولایتونو کې دود ده او زیات مینه‌وال لري.

یو شمېر لوبغاړي د لوبو له رامنځته کېدو د خوښۍ په څرګندولو وایي چې د دغو لوبو ترسره کېدل ډېر ښه دي او د نندارې لپاره یې زیات خلک راغلي دي.

ویل کېږي چې وزلوبه د کندز یوه لرغونې او دودیزه لوبه ده چې له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول شوې او هېواد په ځانګړې توګه په دغه ولایت کې ډېر مینه‌وال لري.

په دې لوبه کې یوه وزه یا خوسی په لوی میدان کې چې په وروستۍ برخه کې یې یو بیرغ لګول شوی اچوي او هغه چا ته چې په دې لوبو کې ګډون کوي چاپ‌انداز وایي او چاپ‌اندازان په نښه شوی څاروی پورته کوي او وروسته یې یوه ځانګړي ځای ته چې د حلال دایره بلل کېږي، اچوي او امتیاز ترلاسه کوي.

یو شمېر نندارچیان چې له ګاونډیو ولایتونو او د کندز له ولسوالیو څخه د دې لوبو د نندارې لپاره راغلي، وایي چې له ډېرې مودې وروسته په کندز ولایت کې د وزلوبې سیالۍ پیل شوې دي؛ خو د وزلوبې د میدان د خرابوالي له امله دغه لوبې چندان جذابیت نه لري.

د هغوی په وینا، پخوا کندز کې د وزلوبې میدان د مسوولینو له خوا د لوبو د ترسره کولو لپاره چمتو کېده؛ خو سږ کال د مسوولینو له خوا د وزلوبې د لوبغالي وضعیت ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

دغه لوبه (وزلوبه) په دوبي او پسرلي موسمونو کې د شمال او شمال‌ختیځ په دښتو کې ترسره کېږي. پخوا د وزلوبې سیالیو له ترسره کېدو مخکې یې یو لوی خوسی یا وزه حلالول او سر او لاس او پښې یې له پرې کول.

د جمهوریت پرمهال د وزلوبې د غوره لیګ سیالیو له پيله وروسته، اوس له شریعت سره د مخالفت له امله د خوسي یا وزې پر ځای د پسه په څېر له یوې ساختګي وسیلې کار اخیستل کېږي.

د کندز ولایت لپاره د طالبانو د بدني روزنې رییس عزت‌الله سینان وایي: «نن کندز کې د وزلوبې د سیالیو دویمه اونۍ ده چې موخه یې د وزلوبې غوره لیګ په سیالیو کې د ګډون لپاره چمتوالی ده او تاسو وینئ چې زیات شمېر چاپ‌اندازان او نندارچیان په ارامه فضا کې د وزلوبې سیالیو د نندارې لپاره راغلي چې د خلکو د یووالي ښکارندویي کوي، او موږ تر خپلې وسې د داسې لوبو د رامنځته کولو لپاره په همکارۍ کې هڅه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د وزلوبې غوره لیګ سیالیو لومړی پړاو له کلونو ځنډ وروسته په ۱۳۹۸ کال کې او د دغه لیګ دویم دور په ۱۳۹۹ کال او درېیم دور یې تېر کال په لار واچول شو او ټاکل شوې د دغه لیګ څلورم دور سږ کال ترسره شي.