افغانستان

هرات کې د لاسي صنایعو او هنري آثارو د نندارتون جوړېدل

په هرات کې افغان ترک ښوونځیو د درېیو ورځو لپاره د دغو ښوونځیو د زده کوونکو لاسي صنایعو او آثارو درې ورځنی نندارتون جوړ کړی دی.

هغه آثار چې په دې نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي، په هرات کې د افغان ترک ښوونځیو د ښوونکو په لارښونه د زده کوونکو له خوا جوړ شوي او ددغو زده کوونکو وړتیا او خلاقیت نندارې ته وړاندې شوی دی.

د دغه نندارتون جوړونکي د دې کار موخه په هرات ولایت کې د افغان ترک ښوونځیو د زده کوونکو د استعدادونو او وړتیاوو په ګوته کول ګڼي.

په هرات کې د افغان ترک ښوونځیو اداري مسوول فرهاد فرحت وايي: «په دې نندارتون کې د ساینس، رباتیک، ټولنیزو، دیني او تاریخي علومو په برخو کې ددغو ښوونځیو د منځنۍ دورې زده کوونکو ۱۵۰ پروژې نندارې ته اېښودل شوې دي.»

د هرات ولایت په افغان ترک ښوونځیو کې درې سوه زده کوونکي په منځنۍ او لېسې دورو کې په زده کړو بوخت دي اوکابو درې نور په لومړنۍ دوره کې زده کړه کوي.

د افغان ترک ښوونځیو مسوولین وايي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، که څه هم د دغو ښوونیزو مرکزونو په ښوونیز نظام کې بدلونونه نه دي رامنځته شوي؛ خو د نوموړو ښوونځیو پر اقتصادي وضعیت او د زده کوونکو او ښوونکو پر انګېزه یې اغېز کړی او زیات شمېر هم له هېواده بهر ته تللي دي.

په تېرو لسو کلونو کې کابو ۱۸۰۰ زده کوونکو په دغو ښوونځیو کې نوم لیکنه کړې چې ۸۵۰ زده کوونکي له دوولسم ټولګي فارغ شوي او ډېری یې د لیسانس دورې زده کړو لپاره ترکیې ته معرفي شوي دي.

هرات کې د افغان ترک ښوونځیو یو زده کوونکی احمد سهیل ددغه نندارتون په اړه وايي: «د یوه ځوان په توګه چې په دې هېواد کې اوسېږم، له مسوولینو غواړم چې زمینه راته برابره شي ترڅو هغه وړتیا چې لرو څرګنده یې کړو.»

په هرات کې د ترکیې سرکونسل سینان الیخان چې د دغه نندارتون لیدلو ته ورغلی و، ددې په بیانولو سره چې ددغه ډول نندارتون جوړول د زده کوونکو د ځانګړي استعداد ښودنه کوي او باید افغانان ترې خبر شي، وویل: «که افغان زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شي، دوی کولای شي په راتلونکي کې ښه او غوره کارونه ترسره کړي.»

دا په داسې حال کې دي چې په هرات کې د افغان ترک ښوونځیو په ۲۰۰۶ میلادي کال کې فعالیت پیل کړی دی.

په افغانستان کې افغان ترک لېسو له ۱۹۹۵ کال راهیسې په مزارشریف او شبرغان ښارونو کې خپل فعالیت پيل کړی دی.

افغان ترک ښوونځي د ترکیې د پوهنې بنسټ تر څارنې لاندې اداره کېږي او ددغو ښوونځیو شل څانګې په کابل، مزارشریف، کندهار، جلال اباد، شبرغان او اقچه کې په منځنۍ او لېسو دورو کې د څه د پاسه شپږ زره زده کوونکو په لرلو سره فعالیت لري.

دا نندارتون په داسې حال کې جوړېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو له تړلي پاتې کېدو نن ۴۰۰ ورځې پوره شوې.