افغانستان

د درېیم مکروریان په بازار کې اورلګېدنه؛ زرګونه افغانۍ شتمني وسوځېده

تېره شپه، د کابل ښار د درېیم مکروریان په بازار کې د نامالوم لامل له امله اورلګېدنه وشوه او د نږدې لسو هټیو توکي وسوځېدل.

دغه اورلګېدنه د شپې پر ۱۱:۰۰ بجو پیل شوه او په چټکۍ سره تر نورو پلورنځایونو ورسېده. د دغې اورلګېدنې له امله تر لسو زیاتې هټۍ په بشپړ ډول وسوځېدې.

په دغه بازار کې پلاستیکي لوښي، برېښنایي توکي او د مېوو او ترکارۍ هټۍ په اور کې وسوځېدې او هټیوالو لسګونه زره افغانۍ زیان ولېد.

یو هټیوال په دې اړه وایي چې هټۍ یې د ساتونکي د بې‌احتیاطۍ له امله سوځېدلې دي.

د دغه بازار هټیوال وایي، چې هر څه یې له منځه تللي دي.

یوه هټیوال فدا محمد وویل: «د شپې ۱۱ بجې اورلګېدلی و او د شپې تر ۱۲ بجو پایته ورسېد. ما چیني لوښي پلورل. د دې اورلګېدنې لامل دا و چې ساتونکي د پخلي په حال کې وو چې کړایي یې اور اخیستی دی. ټول تښتېدلي دي او اور زیات شوی هرڅه پکې سوځېدلي دي.»

میرالله میربچه کوټ د دغه بازار یو بل هټیوال دی. هغه د دې اورلګېدنې له امله د وراوښتي زیان په اړه وایي: «زیان له ۱۰ تر ۱۲ هټیو ته رسېدلی دی. هرې هټۍ نږدې ۲۰ زره ډالر شتمني لرله چې هېڅ هم نه دي ترې پاتې شوي.»

د تېرې شپې په اورلګېدنه کې د دغه بازار ټولې هټۍ سوځېدلې دي او هټیوال نه دي بریالي شوي، چې خپل توکي راوباسي.

هټیوال، ذکي احمد په دې اړه وویل: «په دې اورلګېدنې کې نږدې ۳۰ زره ډالر زیان رارسېدلی دی. ټول مال مو وسوځېد او هېڅ روښانه نه ده چې څه شوي دي. تر اوسه په هټیو کې چې څه وو سوځېدلي. اطفاییه په وخت ورسېده؛ خو بیا هم اور ډېر ګړندی و.»

دا په تېره یوه ماشت کې کابل کې درېیمه اورلګېدنه ده. موده مخکې په څلورم مکروریان کې د لیلامي پلورلو بازار اور واخیست چې په پایله کې یې هټیوالو ته زرګونه ډالر زیان ورسېد. له هغې وروسته په کابل کې د کارتن جوړولو کارخونه په اور کې وسوځېده.

په وروستي مورد کې احمدي او اباسین ځدراڼ مارکېټونه وسوځېدل او لسګونه زرګرۍ، د برېښنایي توکو او جامو هټۍ له منځه ولاړې او هټیوالو ته درانه زیانونه واوښتل.