فرهنګ او هنر

کندز کې د ادبي ټولنو له کم‌کارۍ د فرهنګیالانو ګیله

کندز کې د ضیایي فرهنګي مرکز مسوول ضیاءالحق ضیایي وایي چې هېواد کې له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته د فرهنګي ټولنې ننګونې زیاتې شوې او ګڼ شاعران او لیکوالان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

ضیایي وايي: «د امارت (طالبانو) له راتګ سره زموږ فرهنګي پروګرامونه کم شوي او په یوه کال کې مو په دغه فرهنګي کور کې یو پروګرام هم نه دی ترسره کړی؛ په داسې حال کې چې مخکې مو په هره اونۍ کې یو پروګرام جوړاوه.»

هغه د دې په بیانولو سره چې په تېر یوه کال کې هېڅ لیکوال یا شاعر کتاب یا ادبي اثر نه دی چاپ کړی وویل: «موږ هڅه کوو د خپل ولایت او نورو ګاونډیو ولایتونو له پاتې شاعرانو سره، ناستې ترسره او فرهنګي پروګرامونه جوړ کړو.»

ویل کېږي چې ضیایي فرهنګي کور، یوازینی فرهنګي ځای دی چې په تېرو کلونو کې د هېواد سترو لیکوالانو، شاعرانو او نامتو څېرو په ګډون سره د بېلابېلو پروګرامونو شاهد و.

ضیایي فرهنګي مرکز

له بلې خوا، کندز کې د دغه فرهنګي مرکز مسوول وایي: «لیکوالان او شاعران په دې وروستیو کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او موږ هڅه کوو یو کار ورته وکړو او ځوان شاعران وهڅوو ترڅو خپل شعرونه چاپ او خپاره کړي.»

د ویلو ده چې مخکې په دغه فرهنګي مرکز کې د شعر نقد، د کتابونو نندارې ته اېښودوو، شعر ویلو او د سترو شاعرانو یادغونډې ترسره کېدې.

اخوا، کندز ولایت کې یو شمېر لیکوالان او شاعران په دغه ولایت کې د فرهنګي چارو له کموالي د اندېښنې په څرګندولو وایي، چې د امارت (طالبانو) له راتګ سره کندز کې فرهنګي او شعري بنسټونو او ټولنو خپل فعالیتونه درولي دي.

هغوی زیاتوي چې ډېری لیکوالانو، شاعرانو او فرهنګیالانو هم د امنیتي ګواښونو او نورو ستونزو له امله هېواد پرېښی دی او بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

ضیایي فرهنګي مرکز

د کندز ولایت یو شاعر او لیکوال حبیب‌الرحمن فیاض وایي: «نږدې لس کاله کېږي چې ضیایي فرهنګي مرکز، د شاعرانو او لیکوالانو ترمنځ ګڼ پروګرامونه په لار اچوي او په تېر یوه کال کې په کندز ولایت کې د آمو، پسرلي او پردېس په څېر زیاتو ټولنو فرهنګي فعالیتونه لرلي دي.»

هغه په دوام کې وویل: «تېره یوه لسیزه کې ضیایي فرهنګي مرکز د فرهنګي پروګرامونو لپاره یو بې‌ساری ځای و؛ البته اوسمهال کندز کې د فرهنګي پروګرامونو د کموالي لامل، له هېواده د فرهنګیالانو او شاعرانو وتل دی.»

دغه فرهنګي څېره د طالبانو له فرهنګي مسوولانو غواړي چې په کندز ولایت کې د فرهنګ او ادبیاتو د ودې لپاره هڅه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ضیایي فرهنګي مرکز له یوې لسیزې راهیسې په تخار، بدخشان، بغلان او کندز کې د یو شمېر شاعرانو او لیکوالانو په همکارۍ فرهنګي او ادبي فعالیتونه کې ترسره کوي.

د کندز اوسېدونکي هم په دغه ولایت کې د فرهنګي فعالیتونو کموالي ته په اشارې وایي چې مخکې کندز له هغو ولایتونو و چې د ګاونډیو ولایتونو د فرهنګیالانو په ګډون سره یې فرهنګي پروګرامونه په ضیایي فرهنګي مرکز کې ترسره کول.

د کندز ولایت دوه تنه اوسېدونکي شفیق‌الله او احمد ناصر وایي: «مخکې ضیایي فرهنګي مرکز ډېر پروګرامونه جوړول. خلکو هم په دغو پروګرامونو کې د ګډون لپاره ډېره لېوالتیا لرله.»

دا په داسې حال کې ده، چې ضیایي فرهنګي کور د کندز د یوه سوداګر او شاعر ضیاءالحق ضیایي له خوا نږدې ۱۰ کاله مخکې جوړ شو. دغه فرهنګي کور، د پښتو او فارسي ژبو په شعرونو او جملو ښکلی شوی چې پر قیمتي ډبرو لیکل شوي دي.