فرهنګ او هنر

ننګرهار کې د خټینو لوښو د پېر او پلور بازار ښه شوی

ننګرهار کې د کلالانو په لاسونو د جوړ شويو خټینو لوښو بازار ښه شوی دی.

پلورونکي یې وایي، په هېواد کې د دغه توکو پېردونکي زیات شوي او ډېری خلک په دې وروستیو کې له دغه توکو کار اخلي.

د دغو لوښو پلورونکي وایي، د خټینو لوښو په استعمال د اقتصاد د ودې ترڅنګ، فرهنګي او لرغوني میراثونه هم خوندي ساتل کېږي.

فواد خان، چې پر کونړ – جلال‌اباد لویه لار د خټینو لوښو د پېر او پلور هټۍ لري وايي ډېری دا توکي ختيځو ولایتونو ته راغلي سیلانیان پېري او د توخي په نوم یې کورونو ته وړي.

دی وایي: «په دې وروستیو کلونو کې د خټینو لوښو مینه‌وال زیات شوي. هره ورځ ډېر توکي پلورل کېږي، ډېری یې له نورو ولایتونو سیلانیان پېري او د توخې په بڼه یې له ځان سره وړي.»

د کلالانو په وینا، اوسمهال د لوښو بڼه یو څه بدله شوې؛ خو د هېواد په ډېرو برخو کې دغه لوښي له پخوا راهېسې په کورونو کې کارول کېږي.

شپېته کلن شیرین اغا، چې څلوېښت کاله کېږي همدا یې کسب او کار ګرځېدلی وایي، چې څوک د څه ډول لوښو فرمایش ورکړي؛ نو جوړول یې ده ته ستونزمن نه دي.

دی زیاتوي: «خوشحاله یم، چې له دې لارې په اوس وخت کې خپلې کورنۍ ته یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کوم. سخت کار دی؛ خو دومره کوي چې سهار خپل کار او ماښام خپل کور ته ځم.»

په دې برخه کې په کار بوخت کارګر هم له خپل روزګاره خوشحاله دي او وایي، هغه لوښي  جوړوي چې د وطن تولید یې دی او له دې لارې خپلې کورنۍ ته یوه نمړۍ ډوډۍ برابروي.

شکرالله چې له کلونو راهیسې د دې برخې کارګر دی وایي: «شکر دی یوه نمړۍ ډوډۍ هم خپلې کورنۍ ته پیدا کوم او ویاړم، چې د خپلو هېوادوالو لپاره کورني تولید کې کار کوم، که کاري فرصتونه ښه شي نو دا مو لویه هیله ده.»

کلالي هغه پنځه زره کلن هنر دی، چې د منډيګک د تاريخي دورې په وخت کې پيل شوی او تر اوسه ژوندی پاتې دی. دا هنر په لومړيو کې په ډير ساده ډول وو، چې دوه نيم زره کاله په همداسې ساده ډول روان وو. په لومړيو کې د دې هنر له لارې لوی لوی خومونه جوړيدل او کلاوې به پرې ودانيدې، چې سلګونه کلونه يې همداسې دوام وکړ. د کلالۍ دا هنر د مقدوني سکندر تر دورې، چې دونيم زره کاله پخوا وه په هماغه پخواني ډول يي همدا خومونه او د کلاوو جوړول وه.

د دې تاريخي لوښو او خومونو بېلګې اوس هم په ملي موزيم کې شته دي او خلک يې هر وخت ننداره کوي.

د وخت په تېرېدو سره د کلالۍ هنر همداسې ساده پاتې و، خو د احمدشاه بابا په دوره کې يې پرمختګ وکړ او خټينو لوښو ته نوي نوي ډيزاينونه جوړ شول.