افغانستان

د کندهار اوسېدونکي د بشردوستانه مرستو په وېش کې د روڼتیا غوښتنه کوي

کندهار ولایت کې ګڼو اوسېدونکو د تېر نظام له پرځېدو وروسته خپلي دندې له لاسه ورکړې دي.

په دغه ولایت کې د وزګارو کسانو کره شمېر روښانه نه دی؛ خو ښایي په دغه ولایت کې سلګونه زره کسان وزګار وي.

دغه ولایت ته د ګاونډيو ولایتونو ترڅنګ د هېواد د يو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکې هم د کار په موخه ورغلي، خو ورځې ورځې د دې ولایت پر واټونو د کار موندلو په موخه بې روزګاره پاتې کېږي.

د دغه ولایت پر واټونو د کار په تمه ولاړ کسان وایي، په اونۍ کې يو ځل هم د مزدورۍ په پيدا کولو نه بریالي کېږي او ژوند یې له کړاوونو ډک دی.

دادمحمد له هلمند او سخی‌داد له هرات ولایت څخه کندهار ولایت ته د کار موندلو په موخه راغلي، خو وایي په مياشت کې ډېر کم د مزدورۍ په موندلو توانيږي.

د دوی له ډلي سخي‌داد آمو ته وویل: «د هرات له ګذرې ولسوالۍ څخه کندهار ته راغلی یم، اولادونه مي وږي دي، کار نشته، ماشومان مې له لوږې مړه کېږي څه وکړم؟.»

احمدشاه هم د کندهار مدد چوک په سيمه کې د کار په لټه د واټ پر سر ولاړ دی.

احمدشاه وایي، د ناچارۍ له امله یې مزدورۍ ته مخه کړې، خو مزدوري هم په ورځو ورځو نه ورته پيدا کېږي.

احمدشاه وایي ځو ځله د مرستو لپاره د کندهار د کډوالو چارو رياست، سرې مياشتې او نورو مرستندویه بنسټونو ته تللی، خو په خبره یې هلته ټوله مرسته د واسطې او پېژندګلوۍ له مخي وېشل کیږي او دوی ته نه رسيږي.

نوموړی وایي: «کار نشته، فابريکې تړلې دي، خلک ټول وزګار دي، مرسته موږ ته نه رسيږي، په سلو کې دوو تنو ته ورکول کیږي، دا مرستې څه کیږي، چاته ورکول کیږي؟»

د مرستو په وېش کې د روڼتیا د نشتوالي موضوع مو د کندهار د والي له ویاند عطاءالله زيد سره شريکه کړه هغه وایي، مرستې ټولې د يوې شفافې تګلارې له مخې وېشل کېږي او فساد پکې نشته.

د کندهار اوسېدونکي داسي مهال د وزګارۍ او بېوزلۍ له زياتوالي سر ټکوي، چې تازه په دغه ولایت کې د خوړو د نړيوال پروګرام له خوا په لار اچول شوی پروګرام هم د نامعلوم لامل له مخي درول شوی، چې له امله په دغه ولایت کې یې ۷ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.