افغانستان

جګړو د کندهار ۷۰ ښوونځي ويجاړ کړي دي

د وروستیو جګړو له امله کندهار کې شاوخوا ۷۰ ښوونځي ويجاړ شوي، چې زيات یې دا مهال د زدهکړو لپاره د کارولو وړ نه دي.

د دغو ښوونځيو په ويجاړېدو سره زرګونه زده‌کوونکي هم له زده‌کړو بې‌برخي شوي دي.

موږ د کندهار په ارغنداب کې د غازي محمد اکبر خان په نوم ښوونځی ولاړو، چې جګړو ويجاړ کړی او سلګونه زده‌کوونکي يې بې‌برخليکه پاتې دي.

د دغه ښوونځي مدير بريالی وایي، د ښوونځي توکي له جګړو وروسته د خلکو له خوا چور شول او اوس هېڅ درسي توکي پکې نشته.

هغه وایي: «دا يو مجهز ښوونځی و، چې د سيمي تر زرو زياتو زده‌کوونکو ته یې د زده‌کړو زمينه برابره کړې وه؛ خو له بده‌مرغه، چې د ماين چاودنو او جګړو له امله ویجاړ شوی دی.»

د سيمي اوسېدونکي علي احمد او عبدالحکيم هم وایي، چې په جګړو کې ويجاړ شوي ښوونځي باید ژر ورغول شي، ځکه اولادونه یې له زیاتې مودې راهيسي بې زده‌کړو پاتې دي.

کندهار کې د طالبانو د پوهني رياست مرستيال قدرالله وصال هم مني، چې د جګړو له امله لسګونه ښوونځي زيانمن او ګڼ شمېر زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي، خو په خبره يې د مرکزي ادارې له پرېکړي وروسته به د يادو ښوونځیو د بيا رغوني کارونه پیل کړي.

نوموړی وایي: «موږ هم خبر يوو، چې په جګړو کې ښوونځي زیانمن شوي دي او هڅه کوو، چې خراب شوي ښوونځي بيا ورغوو؛ البته کله چي د مشرتابه له لوري پرېکړه وشي.»

د سويلي حوزې ولايتونو په ليرو پرتو ولسوالیو کې اوس هم ښوونځي معياری ودانۍ او مسلکي ښوونکي نه لري او ځيني ښوونځي يې د امکاناتو د کمښت له امله تړلي دي.