افغانستان

د ناچاودو توکو له شتونه د بادغیس د اوسېدونکو اندېښنه

د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په ډېری ولسوالیو کې له تېرو جګړو د ناچاودو توکو او ماینونو له شتونه اندېښنه څرګندوي.

فرهنګ او هنر

د هرات کلالي؛ هغه صنعت چې د هېرېدو په حال کې دی

د کلالۍ صنعت په هرات ولایت کې اوږده مخینه لري. هغه کلالان چې اوس د ګوتو په شمېر پاتې دي وایي، چې دغه تاریخي صنعت د له منځه تلو په حال کې دی.

افغانستان

له پُل سوخته وروسته ننګرهار کې هم د روږدو لوی مرکز وتړل شو

د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې به هره ورځ سلګونه روږدي کسان ناست او ډول ډول نشه یي توکي به یې کارول.

افغانستان

د کونړ د شیدو چای چې ځانګړی شهرت لري

په کونړ ولایت کې له کورنیو څارویو ترلاسه شویو شیدو څخه جوړ شوی مشهور چای پر کونړ سربېره د افغانستان په ډېری ولایتونو کې مینه وال لری.

نړۍ

مالیزیا کې سېلابونه؛ ۴۰زره تنه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي

د مالیزیا چارواکو د شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد په سويل جوهور ایالت کې له سخت ورښت او د سېلابونو له راتلو وروسته څلور تنه مړه او تر ۴۰ زرو زیات بې‌ځایه شوي دي.

افغانستان

د بامیان شهرنو بازار ته له لېږدولو د هټۍوالو شکایت

یو شمېر هټۍوال چې د بامیان ولایت د شهرنو بازار ته لېږدول شوي، په دې بازار کې له ستونزو شکایت لري.

افغانستان

ننګرهار کې سلګونه مېرمنو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې

مسوولین وایي، د جلال اباد ښار په ګډون د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې له یو زر او ۸۰۰ زیاتو نجونو ته د نادولتي موسسو په مرسته د مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې ده.

افغانستان

له وسله‌والو نښتو د هرات ښار د اوسېدونکو اندېښنه

د جمعې پر شپه هرات ښار د یوې چاودنې او څو ساعته نښتې شاهد و.

ښځې

د ملګرو ملتونو سازمان چارواکو یو ځل بیا د نجونو ښوونځیو پر بیا پرانیستو ټینګار وکړ

کابو ۲۰ ورځې وروسته په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیلېږي او هغه نجونې چې د ښوونځیو پرانیستو ته په تمه دي اوس په اندېښنې سره شپې ورځې شمېري.

سوداګري

د مزارشریف د چرګانو فارمونه د سقوط په درشل کې

د بلخ ولایت یو شمېر فارم لرونکي، په دې ولایت کې د چرګانو دانې او واکسینو بیو له لوړوالي شکایت لري.