افغانستان

له وسله‌والو نښتو د هرات ښار د اوسېدونکو اندېښنه

د جمعې پر شپه هرات ښار د یوې چاودنې او څو ساعته نښتې شاهد و. طالبان ادعا کوي چې بریدګر د داعش ډلې اړوند کسان وو.

هرات کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالله انصاف ادعا کوي: «بریدګر چې شپږ تنه وو او یوه ښځه هم ورسره وه، د هرات ښار د څوارلسمې حوزې اړوند د کابلي‌ها سیمې په یوه ودانۍ کې ځای‌پرځای شوي وو.»

هغه زیاتوي چې بریدګرو د جمعې شپې لس بجې له طالبانو سره نښته پیل کړه چې له نښتې وروسته ټول بریدګر له منځه ولاړل.

د انصاف په وینا په دې نښته کې یو طالب ټپي شو او د بریدګرو دوه میله کلشینکوفونه، درې میله تومانچې، یو دوربین او ۱۵ ګرځنده ټلیفونونه د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د هرات د پولیسو قوماندانۍ ویاند هم ادعا کړې چې دغو کسانو غوښتل له ځای‌پرځای کېدو وروسته په هرات ولایت کې پر ځینو هدفونو برید وکړي.

اوس د دغو بریدونو دوام د هرات ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي او هغوی په دې تړاو ډول ډول لیدلوري لري.

د هرات اوسېدونکی احمد رشاد وایي: «طالبان باید په دې برخه کې پاملرنه او هڅه وکړي. موږ نور جګړه نه غواړو.»

د هرات بل اوسېدونکی عبدالباقي افغانستان کې واکمنه اداره د امنیت د ټینګښت په برخه کې بې‌وسه بولي.

هغه دوام ورکړ: «موږ شاهد یو چې له څو میاشتو راهیسې په هرات ښار کې څو بریدونه شوي او موږ یې اندېښمن کړي یو او اوس وایي چې داعش وو؛ په داسې حال کې چې روښانه نه ده دا څوک دي چې جګړه کوي، که په همدې توګه پرمخ ولاړ شي، جګړه لا زیاتېږي او حکومت (د طالبانو اداره) هم د امنیت د ټینګښت وس نه لري.»

دا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هرات ولایت کې پر داعش ډلې څلورم ځل عملیات دي چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې ترسره شوي دي.

پوځي کارپوهان په افغانستان کې د داسې بریدونو دوام د اندېښنې وړ ګڼي او وایي چې طالبان باید د نامعلومو کسانو بریدونه له څېړنې پرته د داعش په نوم اعلان نه کړي.

د پوځي چارو کارپوه محمد نعیم غیور وایي چې د دغه وضعیت دوام د اندېښنې وړ دی او باید د داسې بریدونو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه کابل کې ښار کې ورته پېښې کېږي چې طالبان یې داعش پورې تړي.