سوداګري

د مزارشریف د چرګانو فارمونه د سقوط په درشل کې

د بلخ ولایت یو شمېر فارم لرونکي، په دې ولایت کې د چرګانو دانې او واکسینو بیو له لوړوالي شکایت لري.

دوی وایي چې په هېواد کې د هوا د بې مخینې سړېدو او چرګانو د خوراکي توکو بیو د لوړېدو له امله، ډېری فارم لرونکي له خپلو کارونو ناهیلې شوي دي.

فارم لرونکي وایي، په هغه صورت کې چې مسوولین ورته پام ونه کړي، په دې ولایت کې به د چرګانو فارمونه وتړل شي.

په وروستیو کلونو کې په بلخ ولایت کې د چرګانو فارمونو ډېره وده کړې او د خلکو په شخصي لګښت لسګونه فارمونه جوړ شوي دي.

هره ورځ سقوط ته نږدې کېږو

فرید چې په بلخ ولایت کې د چرګانو یو تولیدونکی دی وايي: «د هرې ورځې په تېرېدو سره، د چرګانو د تولیدي فارمونو فعالیت سقوط ته نږدې کېږي، بیا د چرګانو دانه ارزانه شي، کله چې دانه ارزانه وي، زموږ کار به دوام وکړي، ما درې زره د چرګانو هګۍ د چرګوړو ایستلو لپاره اېښې وې چې ۱۵۰۰ یې له منځه تللي او د پاتې چرګوړو په پلورلو سره مې خپل لګښت نه دی پوره کړی.»

په بلخ کې یو بل فارغ لرونکی وسیم هم وایي: «د چرګانو د دانې بیه په تېرو وختونو کې ۱۶۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۲۷۰۰ افغانیو ته لوړه شوې، که دا بهیر دوام وکړي، موږ فارم لروونکي زیانمېږو.»

له بلې خوا، د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې له دغو فارم لروونکو د ملاتړ لپاره یو لړ پروګرامونه لري.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست استازی محمد وکیل نیازي په دې اړه وايي: «په لومړي سر کې د فارم لرونکو د زیانونو د جبرانولو لپاره، د چرګانو د دانې بیه کنټرولوو او د دوی لپاره یوه ټولنه هم جوړوو ترڅو یې شکایتونو ته رسېدنه وشي.»

د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست د شمېرو له مخې، له دې مخکې په دغه ولایت کې د چرګانو څه د پاسه ۵۰۰ فارمونه فعال وو چې له دې جملې په تېرو دوو کلونو کې ۳۰۰ تړل شوي دي. په بلخ کې د فارمونو په تړل کېدو سره، په دغه بلخ ولایت کې د چرګانو بیه هم لوړه شوې ده.

له بله پلوه، د مزارشریف هټۍوال چې چرګان پلوري، د چرګانو د لوړې بیې له امله یې خپلې هټۍ تړلې او له څو ورځو راهیسې فعالیت نه لري.