افغانستان

د کونړ د شیدو چای چې ځانګړی شهرت لري

په کونړ ولایت کې له کورنیو څارویو ترلاسه شویو شیدو څخه جوړ شوی مشهور چای پر کونړ سربېره د افغانستان په ډېری ولایتونو کې مینه وال لری.

د کونړ په مرکز اسعدآباد کې هر مازیګر د کونړ له بېلابېلو سیمو سپين ږیري او ځوانان ددغه چای د څښلو لپاره راځي.

د اسعداباد په بازار کې د حزب الله په نوم یو کس تېرو اتو کلونو راهیسي د شیدو چای جوړوي.

نوموړي په دې چای خونه کې د شیدو پر چای سربېره، مستې، پېروی او تازه شیدې هم پلوري.

هغه وايي، ۸ کاله کېږي چې دغه کار کوي او له دې لارې ښه عاید لري.
حزب الله زیاتوي، په دغه چای خونه کې څو تنه نور هم ورسره کار کوي او له دې لارې د کورنیو اړتیاوې برابروي.

هغه زیاتوي: «اته کاله کېږي چې د شیدو جوړولو کار کوم او له دې لارې ښه عاید لرم او د کورنۍ اړتیاوې پرې برابروم، په چای خونه کې راسره اته تنه کار کوي.»

هر مازدیګر مهال په دغه چاي خونه کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي.
د مرکز اسداباد د ګورګام سیمې اوسېدونکی طوطي وايي، دغه چای ځانګړی خوند لري چې لامل یې خالصې شیدې او ښه جوړول دي.

هغه زیاتوي: «د دې ځای چای یو ځانګړی خوند لري، که څه هم د کونړ په ډېری سیمو کې د شیدو چای له پخوا دود او په هر کور کې يې خلک جوړوي، خو دا چای بیا ځانګړی خوند لري له یوه پلوه د حزب الله چای پاک وي او له تازه شیدو دغه چای برابروي.»

د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ابراهیم چې له څلورو کلونو راهیسې دغې چای خونې ته راځي وايي: «د شیدو چای د کونړ په هره سیمه کې پیدا کېږي خو دلته چای څښل بیا بېل خوند لري ځکه دې ځای ته پر کونړ سربېره د نورستان، ننګرهار، لغمان او نورو ولایتونو اوسېدونکي هم د چای څښلو لپاره راځي.»

د افغانستان هره سیمه خپل ځانګړي خواړه او څښاک لري په کونړ ولایت کې هم پر نورو ځانګړتیاوو سربېره د شیدو ځانګړی چای د هېواد په کچه خورا شهرت لري او د بېلابېلو سیمو خلک یې د څښلو لپاره ورځي.