افغانستان

د ناچاودو توکو له شتونه د بادغیس د اوسېدونکو اندېښنه

د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په ډېری ولسوالیو کې د جګړو له امله د ناچاودو توکو او ماینونو له شتونه اندېښنه څرګندوي او وايي چې لا هم د ناچاودو توکو پاتې شوني د خلکو په تېره بیا توګه ماشومانو ژوند ګواښي او قرباني ترې اخلي.

په تازه پېښه کې د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ «هغق» په سیمه کې دوه ماشومان هغه مهال د مخکینیو امنیتي ځواکونو یوې پوستې ته څېرمه د ماین په چاودنه کې ووژل شول چې لوبي یې کولې.

 د بادغيس ولايت د ابکمري ولسوالۍ يوه اوسېدونکي دين محمد چې په ماين کې د قرباني شويو ماشومانو خپلوان دى، د آمو تلويزيون خبريال ته وويل: «زموږ کلي ته څېرمه د پخواني حکومت امنيتي پوسته ده. دغه ماشومان لوبو ته روان وو، چې پوستې ته څېرمه د ماين چاودنه وشوه او دواړه يې ووژل.» دا دوه ماشومان د دین محمد د تره او خاله زامن وو.

 دين محمد زياتوي، چې په دغه ولايت کې د مخکیني حکومت د ګڼو امنيتي پوستو په شاوخوا کې ناچاودي ماينونه پاتې دي، که دا سیمه له ماينونو پاکه نه شي، د سیمې د اوسېدونکو په تېره بیا ماشومانو ژوند ګواښي.

د ابکمري ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي فيض محمد هم د پخوا په څېر د ځمکنيو ماينونو د چاودنې له امله د رامنځته شويو پېښو په تکرارېدو اندېښنه وښوده او وې ويل: «موږ له دولت او ماين پاکي موسسو څخه هيله کوو، هغه سيمې او کلي له ماینونو پاک کړي چې امنیتي پوستو ته نږدې د چاودېدونکو توکو د لرلو شک پرې کېږي، دا د امنيتي پوستو سيمې دي او په کې ماینونه موجود دي، هغه باید پاک کړي ترڅو زموږ ځوانان او زاړه له کوم خطر پرته تګ راتګ وکړي.

د بادغیس اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د جګړې په پای ته رسېدو سره، هېڅ بنسټ دوی ته د ماینونو او چاودېدونکو توکو له خطره نه دي خبر کړي او د دوی ماشومان د ښخو شویو ماینونو له خطر سره مخ دي.

که څه هم بېلابېل بنسټونه لکه هیلو ټرسټ او هیلپ په بادغیس او د هیواد په نورو ولایتونو کې د ناچاودو ماینونو په اړه د پوهاوي د کچې د لوړولو او پاکولو لپاره کار کوي؛ خو لا هم ډیری خلک او ماشومان د ماینونو او ناچاودو توکو له خطرونو او نښو خبر نه دي.

په بادغیس کې د هيلپ مرستندویه موسسې یوه چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي د آمو تلویزیون خبریال ته وویل: «موږ د جوند، بالامرغاب، قادس او نورو کلیو له اوسېدونکو سره د ځمکنیو ماینونو له خطره د ځان ساتنې په اړه خبرې او پوهاوی ورکړ اوس دوی او ماشومان یې پوهېږي.»

د هيلپ موسسې مسوول زیاتوي، چې دوی هڅه کوي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې له لسو زرو زیاتو کورنیو ته د ماینونو او چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړي.

هغه له ماشومانو او د هغوی له کورنیو غوښتي چې د شکمنو توکو په ځانګړې توګه ماینونو په لیدلو سره، له لاس وروړلو ډډه وکړي ځکه چې د چاودنې خطر شته او د خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل کېږي.

خو په بادغیس ولایت کې طالبان بیا وايي چې هڅه کوي د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د ماین پاکۍ ډلې په مرسته هغه سیمې پاکې کړي چې هلته د ماینونو خطر موجود دی.

یوه طالب چارواکي د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «موږ له خپلو خلکو غواړو په هغو سیمو کې چې چاودېدونکي توکي او ماینونه یا شکمن شیان وویني، ژر تر ژره دې موږ خبر کړي، تر څو مخکې له دې چې چاودنه وکړي، له منځه يې یوسو.»

 د بادغیس د ځایي مسوولینو او اوسېدونکو د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولایت کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د اوو او ۱۸ کلونو ترمنځ شاوخوا لس ماشومان له جګړې د پاتې شویو ماینونو د چاودنې قرباني او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

 په همدې حال کې د سره صليب نړيوالې کميټې په خپل وروستي ټويټ کې په بدخشان ولايت کې د ماینونو د قربانيانو د انځور په خپرولو سره ويلي، چې په افغانستان کې ماينونه او ناچاودي توکي هر کال د زرګونه کسانو ژوند ګواښي.