افغانستان

له پُل سوخته وروسته ننګرهار کې هم د روږدو لوی مرکز وتړل شو

د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې به هره ورځ سلګونه روږدي کسان ناست او ډول ډول نشه یي توکي به یې کارول.

طالبانو تر پُل سوخته وروسته اوس دا مرکز هم ړنګ کړ او وایي په ټولو هغو ځایونو کې به پارکونه جوړ کړي، چې پخوا به خلک د ناپاکۍ او روږدو کسانو د ځای له امله نه ورتلل.

جلال اباد په ښاروالۍ کې د طالبانو د تخنیکي چارو رییس عبیدالله شېرزاد وایي، تر پُل سوخته وروسته  دا د روږدو کسانو دوهم لوی مرکز و، چې سلګونه کسان به په کې راټولېدل او نشه يي توکي به یې کارول.

شېرزاد زیاتوي، چې دا د ښاري پلان د پراختیا یوه برخه ده او هڅه کوي په ښه ډول یې عملي کړي.

نوموړی وايي: «شل کاله دلته غرفې وې او په نشو روږدو کسانو دلته ژوند کاوه، موږ دا ځای ړنګ کړ، د پلان له مخې کوم ځای کې چې پارک وي پارک پکې جوړوو، کوم چې سړک وي سړک پکې جوړوو او په هره برخه کې پلان عملي کوو.»

که څه هم د ننګرهار ولایت اوسېدونکي د دې کار ستاینه کوي خو له طالبانو غواړي چې د روږدو کسانو پوره درملنه وکړي.

دوی وایي، که څه هم طالبانو په نشه د روږدو کسانو مرکز ړنګ کړ خو که یې درملنه ونه شي بیا به هم پر لارو او کوڅو د خلکو د ځورولو او ناوړه بویونو لامل کېږي.

د جلال اباد ښار یو اوسېدونکی حاجي داوو وايي: «ډېر ښه کار وشو چې خدای له دې عذابه خلاص کړو، غله او هر ډول خلک همدلته وو.»

د جلال اباد یو بل اوسېدونکی حسن شاه بیا له طالبانو غواړي چې روږدې کسانو ته د درملنې زمینه برابره کړي.

هغه غوښتنه کوي چې ښاروالي د دې سیمې د رغولو ترڅنګ یې ساتنې ته هم پام وکړي چې بېرته د روږدو کسانو په مرکز بدله نه شي.

نوموړی زیاتوي: «دا ښه کار شوی، خو هیله لرو چې بیا وساتل شي داسې نه چې بیا غرفې وي او نشه یي توکي پکې وکارل شي باید ښاروالي دا سیمه وساتي.»

د ښاروالۍ په دې کار سره د لسګونه کسانو ورځنۍ چارې هم په ټپه درېدلې دي.

ددې سیمې یو شمېر هټۍ‌وال که څه هم په دې کار خوښ دي، خو له طالبانو غواړي، چې د هټیو لپاره دې ورته بل ځای ورکړي.

سیدحکیم چې په دې ځای کې یې هټۍ لرله وايي، په دې کار خوښ دی، خو غواړي، چې د هټیو لپاره دې ورته بل ځای غوره او په واک کې ورکړل شي.

نوموړی له آمو سره په خبرو کې زیاتوي: «په دې ځای کې له ۷۰۰ زیات کسان په کار بوخت وو اوس اړتیا ده چې له موږ سره همکاري وشي او د کاروبار لپاره مو یو مناسب ځای راکړل شي.»

ښاروالي وایي دوی دا چاره د روږدو کسانو مرکز د ختمولو په پار کړې، خو دا یې ونه ویل، چې درملنه به یې وکړي که نه.

د یادونې ده، چې له دې مخکې په پلازمیني کابل کې هم د روږدو ستر مرکز پُل سوخته پاک او په نشه یې توکو روږدي کسان یې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدولي دي.