نړۍ

مالیزیا کې سېلابونه؛ ۴۰زره تنه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي

د مالیزیا چارواکو د شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد په سويل جوهور ایالت کې له سخت ورښت او د سېلابونو له راتلو وروسته څلور تنه مړه او تر ۴۰ زرو زیات بې‌ځایه شوي دي.

د جوهور اوسېدونکو خپل توکي لکه برېښنايي وسایل راټول کړي او له سېلابونو څخه د مرستو مرکزونو ته روان شوي دي.

۵۷ کلن مالیزیایي اوسېدونکي محمد نور سعد وویل: «ما په خپل ژوند کې تل د ورښتونو موسم ته په ډسمبر یا نومبر میاشت کې چمتوالی نیوه. هرې کورنۍ یوه کښتۍ لرله، خو اوس په نه اټکل شوې هوا سره داسې برېښي چې موږ هېڅ چمتو نه یو او وضعیت ګډوډ دی.»

د مالیزیا د طبیعي افتونو د مدیریت ملي ادارې ویلي، د سېلابونو د راتلو په پایله کې د بې‌ځایه شویو د شمېر په زیاتېدو سره په جوهور کې د سېلاب ځپلو لپاره ۲۰۰ پناه‌ځایونه جوړ شوي دي.

د مالیزیا د هواپېژندنې ادارې ویلي، چې اټکل کېږي د جوهور په څو برخو کې د شنبې تر سهاره پورې سخت باران دوام ولري.