فرهنګ او هنر

د هرات کلالي؛ هغه صنعت چې د هېرېدو په حال کې دی

د کلالۍ صنعت په هرات ولایت کې اوږده مخینه لري. هغه کلالان چې اوس د ګوتو په شمېر پاتې دي وایي، چې دغه تاریخي صنعت د له منځه تلو په حال کې دی.

هغوی دغه صنعت ته د مسوولینو له بې‌پامۍ په شکایت سره خبرداری ورکوي، چې د دغه بهیر په دوام سره به په هرات کې د کلالۍ او د تزیني توکو یوازینۍ کارخونه وتړل شي.

د هرات د سرامیک هنر د یوه روزنیز مرکز مسوول حکمت‌الله غلامي چې تر ۳۰ کلونو زیاته موده کې پر دغه کسب بوخت دی وايي: «مخکې د کلالۍ صنعت د ټولنو په ټولو برخو کې ډېر ښه پرمخ روان و؛ خو اوس د پرځېدو او هېرېدو په حال کې دی او هېڅوک زموږ کار ته ارزښت نه ورکوي. زموږ د کار لومړني توکي ګران شوي دي او موږ یې په یوازیتوب د برابرولو وس نه لرو.»

دغه هراتی هنرمند دې ته په اشارې سره، چې یوازې د دغه هنر په ملاتړ سره کولای شو ساتنه ترې وکړو، زیاته کړه: «په نورو هېوادونو کې د رنګ او خاورو او اور لګښتونه دولت چمتو کوي ترڅو دغه صنعت له منځه ولاړ نه شي.»

غلام جیلاني امیري په هرات ښار کې یو بل کلال دی. هغه دا کار له خپل پلاره زده‌ کړی او ۴۵ کاله کېږي چې د کلالۍ څرخ په ګډولو سره ډ‌ول ډول لوښي جوړوي.

دغه صنعت‌کار وایي، چې مخکې خلکو له خاورینو لوښتو ډېر کار اخیست؛ خو اوس پلاستیکي، چیني او شیشه‌یي لوښي غوره کوي او له همدې امله دغه صنعت مخ په ځوړ دی.

که څه هم مخکې په هرات ښار کې د کلالۍ کارخونې ډېرې وې؛ خو اوس په هرات ښار کې یوه کارخونه فعاله ده چې څلور تنه پکې په کار بوخت دي او فعالیت کوي.

هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم‌الحق حقاني وایي چې امارت (د طالبانو اداره) د کلالۍ صنعت د پرمختګ لپاره هڅه کوي ترڅو لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

هرات د هېواد یو لرغونی ولایت دی چې زیات تاریخي اثارو لري.

په تېرو کلونو کې له دغه ولایته لرغوني خاورین لوښي او نور توکي موندل شوي او دا ښيي چې دغه هنر د هراتیانو لپاره اوږده مخینه لري.