افغانستان

د بامیان شهرنو بازار ته له لېږدولو د هټۍوالو شکایت

یو شمېر هټۍوال چې د بامیان ولایت د شهرنو بازار ته لېږدول شوي، په دې بازار کې له ستونزو شکایت لري.

درې میاشتې مخکې د بامیان ښاروالۍ ټولې هغه هټۍ چې تعمیراتي توکي یې لرل، له پخواني بازاره شهرنو بازار ته ولېږدول؛ دغې موضوع یو لړ نیوکې راوپارولې.

د شهرنو یو هټۍوال حسین حسیني وايي: «زه یوه میاشت کېږي چې دلته هټۍ لرم، شهرنو ته زموږ لېږدول تېروتنه وه، د کار د نشتوالي له امله د خلکو اقتصاد ښه نه دی، شهرنو ته په لېږدولو، ټول هټۍ وال زیانمن شوي دي.»

هغه زیاته کړه: «موږ هره ورځ په زاړه بازار کې مشتریان لرل؛ خو اوس د موټرو د کرایې لوړېدل چې له یوه کس څخه ۴۰ افغانۍ اخلي، زموږ پر عوایدو یې منفي اغېز کړی دی.»

د شهرنو بازار یو هټۍوال روح الله هم وایي: «که څه هم بازار دلته لېږدول شوی؛ خو لا هم تور بازار روان دی. موږ له ښاروالۍ هیله لرو چې تور بازار له منځه یوسي ترڅو ټول مشتریان دلته راشي.»

د شهرنو هټۍوال وايي، که څه هم درې میاشتې کېږي دغه بازار ته لېږدول شوي؛ خو لاهم د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري او د برېښنا په برخه کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

له بلې خوا، د بامیان ښاروالۍ د املاکو مدیر محمد جواد نوري وویل: «د تعمیراتي موادو او نورو وسایلو هټۍوال د غلغلې بازار د ګڼې ګوڼې د له منځه وړلو په موخه شهرنو ته ولېږدول شول. همداراز ټاکل شوې د موبایل پلورلو، ټوکر پلورلو او لوښو پلورلو برخې د ۱۴۰۲ کال د وري میاشتې تر ۱۵مې دغه بازار ته ولېږدول شي.»

هغه د هټۍوالو د شکایت په ځواب کې وویل: «د اوبو برابرول د مارکېټ د خاوندانو پرغاړه دي او باید دوی یې په خپله برابرې کړي.»

په جمهوریت دوره کې ځایي مسوولینو هڅه وکړه چې په غلغله بازار کې یو شمېر هټۍوال د ودانیزو کارونو د مخنیوي او شنې ساحې د خوندیتوب په موخه ولېږدوي؛ خو بریالي نه شول؛ خو طالبانو اوس دا کار ترسره کړی دی.