افغانستان

ننګرهار کې سلګونه مېرمنو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې

ځایي مسوولین وایي، د جلال اباد ښار په ګډون د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې له یو زر او ۸۰۰ زیاتو نجونو او مېرمنو ته د نادولتي موسسو په مرسته د مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې ده.  

په دغه یوه روزنیز مرکز کې له ښوونځیو بې برخې شوې ګڼ شمېر نجونې د خیاطۍ په زده کولو بوختې دي.

دغه نجونې وایي، له هغې وروسته چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل په دې لټه کې شوې چې د ځان بسیاینې په موخه مسلکي زده کړه وکړي.

دوی وایي که همداسې له زده کړو بې برخې پاتې شي غواړي د کسب په زده کولو سره د خپلو کورنیو ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د خیاطۍ د زده کړې مرکز یوه زده کوونکې ځلا په دې باور ده، که زده کړې ونه کړي، نو دا کسب به یې راتلونکی تضمین او یوه څه کار به وکړي.

هغه وایي: «دوه میاشتې کېږي چې خیاطي زد کوم، خوشحاله یم او مننه کوم چې لږ ترلږه دا زمینه یې موږ ته برابره کړې ده.»

عادله چې د ځلا تر څنګ خیاطي زده کوي وایي، د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته په کور کې وزګاره وه او په دې فکر کې وه چې یو کار وکړي.

نوموړې زیاتوي، دا یوه ښه بدیله لار ده چې کسب زده کړي او خپل راتلونکی له احتیاجه وژغوري.

هغه وایي: «کور کې وزګارې ناستې وو، خوشحاله یو چې دا زمینه راته برابره شوې، موږ غواړو دا ډول پروژې ډېرې شي چې ټولې وزګاره نجونې کار زده کړي او خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کړي.»

نوریه چې په دغه روزنیز مرکز کې ښوونکې ده وایي، هڅه کوي خپلو زده کوونکو ته د ډول ډول جامو ګنډل ور زده کړي.

نوموړې زیاتوي: «شاګردانې راسره د خیاطۍ برخه کې کار کوي، دوی ډېر ډیزاینونه زده کړي او هڅه کوم چې لا زیات څه زده کړي.»

اخوا، په ننګرهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي فریدالله حقاني وايي، دغو نجونو او ښځو ته د خیاطۍ ، مرۍ پېیلو، سینګار ، دستکول او بوټونو جوړولو په برخو کې زده کړه ورکول کېږي.

هغه زیاتوي: «په مرکز او ولسوالیو کې مو یو زر او اته سوه ۷۸ خویندو ته په بېلابېلو مسلکي برخو کې د زده کړو زمینه برابره کړې ترڅو دوی له دې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پيدا کړي.»

په دې وروستیو کې د مسلکي زده کړو په برخه کې د نجونو لېوالتیا زیاته شوې او یو شمېر یې لامل د دوی پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل بولي. دوی هڅه کوي له فرصته په ګټې اخیستو یو مسلک زده کړي ترڅو له خپلو کورنیو سره تر یوه بریده مرسته وکړای شي.