د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له قربانيانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
٨٧ کلن پاپ فرانسیس د دغو سیلابونو ځپلو په اړه وویل: “زه د قربانیانو، په تېره بیا د ماشومانو او د هغوی کورنیو ته دعا کوم.”
هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې زیانمن شویو خلکو سره “بېړنۍ مرستې” وکړي.
په بغلان کې د سېلابونو له امله ۳۱۵ کسان مړه او يوزر۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د دغو سېلابونو ،له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوي او لا هم بشپړ بې برخليکه ژوند تېروي.
بشرپاله بنسټونو هم د روغتیايي مرکزونو او د اوبو او سړکونو په ګډون د مهمو زېربناوو د ویجاړېدو خبرداری ورکړی.