په ۲۰۲۳ میلادي کال کې طالبانو یو په بل پسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو فعالیت او ازادي محدوده کړه.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا راپور ورکړی چې طالبانو د افغان ښځو پر وړاندې لږ تر لږه پنځوس سخت فرمانونه صادر کړي دي.
نه یوازې د پوهنتونونو دروازې د ښځو او نجونو پر مخ وتړل شوې، بلکې ښځې او نجونې په غیر دولتي مؤسسو کې هم له کار کولو بندې شوې.
د سینګارتونونو، حمامونو، سپورټي ځایونو او تفریحي مرکزونو تړل د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو یو له نورو محدودو حکمونو او فرمانونو څخه دي.
د طالبانو حکمونه او فرمانونه:
د پوهنتونونو تړل
د کار محدودیت
د سفر بندیز
د سینګارتونونو تړل
د حمامونو، سپورتي ځایونو او د تفریحي پارکونو تړل
بشرا ۲۵ کلنه ده او یوه له هغو زرګونو نجونو څخه ده چې وايي د طالبانو د بندیزونو قرباني ده.
هغه د پوهنتون دوه سندونه لري، خو د دې سربېره بیا هم بېکاره ده او نه شي کولای د خپل مسلک خوبونه پوره کړي.
ښځو او نجونو د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره په لاریونونو پورې کړ- هغه لاریونونه چې د طالبانو له
ځپلو مخ شول.
په ۲۰۲۳ کې، ډیری معترضو مېرمنو په پوښل شويو ځایونو کې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړ.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې، اعتراض کوونکو ښځو لاندې احتجاجي خوځښتونه او ډلې جوړې کړي دي:
د شنبه هاي ارغواني غورځنګ
د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ
د تخار د ښځو غورځنګ
د عدالت او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ
د زنان پنجره امېد غورځنګ
د ازادۍ په لور د ښځو غورځنګ
د افغانستان د معترضو ښځو د پیوستون غورځنګ
د تخار د ښځو د یووالي او پیوستون غورځنګ
د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ
د ګډون او عدالت غوښتوونکې ډله
د افغانستان د معترضو ښځو خودجوشه غورځنګ
د افغان ښځو غږ غورځنګ
د برابرۍ لپاره د افغان ښځو غورځنګ
د ښځو د حقونو فعاله مژګان فرجي وايي: «هر اعتراض په وهلو ټکولو پای ته رسېدلی او بالاخره موږ اړ شوې یو چې چوپتیا غوره کړو. له نړیوالو اعتراضونو سره سره، د طالبانو له خوا د منیژې صدیقي په شان اعتراض کوونکو مېرمنو نیول کېدل لا هم دوام لري.»
د طالبانو له خوا د اعتراض کوونکو ښځو نیولو ډېرې نیوکې له ځان سره لرلې، خو دغو نیوکو د طالبانو د پرېکړې مخه ونه نیوله او د دوی له منځه منیژه صدیقي لا هم د طالبانو په زندان کې ده.
د افغانستان د ښځو د ملي یووالي بنسټ اېښودونکې شفیقه زرمنده وايي:
«۲۰۲۳ د افغان مېرمنو لپاره د ننګونو او بې مخینې ماتو کال و چې د طالبانو د څه د پاسه ۵۰ محدودوونکو فرمانونو په صادرېدو سره مشخص شوی دی.»
په افغانستان کې ښځې او نجونې وايي، له خپلو کوچنيو حقونو او ازادیو څخه هم بې برخې دي.
د یونسکو د راپور پر بنسټ، دوه نیم میلیونه نجونې له ښوونځیو بې برخې شوې دي او سل زره نجونې محصلينې حق نه لري چې پوهنتون ته ولاړې شي- هغه ستونزه چې ملګري ملتونه په دې باور دي چې افغانستان ته به یوه تیاره راتلونکې راولي.