افغانستان

ملګري ملتونه: په غور کې وروستیو سیلابونو څه باندې دوه زره کورنۍ زیانمنې کړي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په غور ولایت کې د وروستیو سیلابونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغو سېلابونو ۲زره۵۰۰ کورنۍ زیانمنې کړي دي.

دغه بنسټ پر اېکس ویلي، چې د دوی ټیمونه د دغه ولایت له اوسېدونکو سره د مرستې په موخه په سيمه کې ځای پر ځای شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ هم په هېواد کې د موسمي بدلون په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلي بینیټ پر اېکس  لیکلي چې د لټون او ژغورنې سربېره، په افغانستان کې د سیلابونو له امله زیانمن شویو خلکو د ژوند او معیشت د بیا رغونې لپاره دوامداره مرستې ته اړتیا ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي همدا راز له نړیوالو بنسټونو غوښتي؛ په افغانستان کې د سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د زیاتې پیسې ځانګړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له خوا د ورکړل شويو شمېرو پر بنسټ، په غور ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله ٥٠ کسان وژل شوي او ١٠ نور لا درکه شوي دي.