ښځې

په کابل کې په «ملي او نړیوال نندارتون» کې د متشبثو ښځو ګډون

په دغه ملي او نړيوال نندارتون کې له بېلابېلو ولايتونو څخه سوداګرو ښځو او نجونو خپل توليدات او لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړي دي.

په دغه نندارتون کې يو شمېر مېرمنې وايي، چې د تېر په پرتله  يې د خرڅلاو بازار کم دی او مالي ملاتړ نه لري.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، په دغه نندارتون کې له ټول افغانستان څخه دوه سوه ښځینه سوداګرو او نجونو ګډون کړى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهيسې ښځې او نجونې د زده کړو او کار د محدودیتونو په ګډون له ګڼو بندیزونو سره مخ دي.

آرزو یوه له دغو ګډون کوونکو څخه ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د هرات پوهنتون د هنرونو له پوهنځي څخه فارغه شوې، اوس په  کوزو سینګار شیشې او په خټينو  لوښو ميانتوري کوي او هغه پلوري.

آرزو اسمعیل چې یوه له سوداګرو مېرمنو څخه ده، وايي چې په دغو نندارتونونو کې یې له ګډون څخه موخه د هرات د لرغونو آثارو معرفي کول دي.

آرزو اسماعیل وویل:«ما د هرات د شیشې په ګډون د هرات لاسي صنایع راوړل، ځکه مې غوښتل چې دا لرغونی هنر ټولو ولایتونو ته ور وپيژنم، ترڅو خلک وویني چې په هرات کې څومره ښکلي لاسي صنایع شته. موږ په دغو صنايعو انځورونه رسموو او ميناتوري پرې کووږ»

د فراه، بدخشان او سمنګان په  ولایتونو کې یو شمېر متشبثې ښځې هم هڅه کوي چې خپلو لاسي تولیداتو ته بازار ومومي. مرجان چې د خپل ژوند دوه دېرش کاله يې د سمنګان د خامک او ګلدوزۍ په څانګه کې تېر کړي او خپل تخیلات یې د خامک ستنې په وسيله په رنګینو ټوټو ګنډلي دي.

مرجانه وايي:«له ۳۲ کلونو راهیسې دا کار کوم، د سمنګان په هر نندارتون کې ګډون کوم. “ما کلونه مخکې د بادام په نندارتون کې ښه پلور درلود.»

په دغه نندارتون کې يو شمېر مېرمنې د مارکېټ له نشتوالي شکايت کوي او وايي، چې له يوې خوا د تېرو کلونو په پرتله بازارونه کم دي او له بلې خوا له هرې غرفې لپاره نهه زره افغانۍ تحويلوي.

د متشبثینو له ډلې څخه مرینا نجمي وايي:«ما دا غرفه په نهه زره افغانیو اخیستې ده. ټول هغه محصولات چې موږ یې راوړو د لوړ کیفیت لرونکي دي، لکه د بدخشان زيره، شهد، کلچې او قروت اودا ټول محصولات د بدخشان دي.»

یو تن ګډون کوونکې وايي، «ننداره کوونکي زموږ د محصولاتو په اړه لیوالتیا لري؛ که څه هم موږ پلور نه لرو، نندارتون ښه دی، زموږ محصولات نندارې ته وړاندې کیږي او په اړه يې پوهاوی ترلاسه کیږي.»

دغه ملي او نړيوال نندارتون د يکشنبې په ورځ پرانيستل شو. د طالبانو د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، له اتو سوو غرفو څخه دوه سوه يې ښځو ته ځانګړي شوي دي.