افغانستان ښځې

د افغان میرمنو د تاریخ بدلون غورځنګ په يو پرېکړه ليک کې د «طالبانو پر ضد» د بدخشان د لاریونونو ملاتړ وکړ

په یو پریکړه لیک کې، د افغان میرمنو د تاریخ د بدلون غورځنګ په بدخشان کې د«طالبانو ضد» ولسي لاريونونو ملاتړ وکړ.

په دغه پرېکړه ليک کې راغلي: «هر هغه څوک چې د بې عدالتۍ پر وړاندې چوپ پاتې شي؛ د ظالم پلوى دى.»

د ښځو دغه اعتراضي حرکت له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې پر «طالبانو سیاسي او اقتصادي بنديزونه ولګوي».

دغه غورځنګ وايي: «طالبانو تعلیم، چې په رګونو کې د وینې بهیدنې ځواک حیثیت لري ، پرې کړى، ښځه چې د ژوند د ځواک حیثیت لري، د ټولنې له بدن څخه لیرې کړې او افغانستان یې انحصار کړی دی».

په دغه پريکړه ليک کې ويل شوي دي چې آزادي د افغانو ميرمنو فريا دى. هغه ښځې چې د طالبانو لخوا پرته له کوم جرم او یوازې د«ښځمنتوب» له امله له خپلوټولو حقوقو بې برخې شوې او په خپل کورکې يوازې بنديوانې شو دي. 

د افغان ښځو د تاریخ د بدلون غورځنګ په پرېکړه لیک کې له نړۍ هم غوښتي چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې «جنسي تبعیض» د نړیوالو قوانینو له مخې جرم وګڼي او طالبان په نړیوال تور لېست کې واچوي.

په بدخشان کې د طالبانو پر ضد له دوو اوونیو راهیسې د خلکو لاريونونه روان دي. دا لاريونونه هغه مهال پیل شول چې د نظام الدین په نوم د بدخشان د درایم ولسوالۍ یو اوسېدونکی د طالبانو اوددې سيمې د خلکو ترمنځ د کړکېچ پر مهال  د طالبانو لخوا په ډزو ووژل شو.

له هغه وروسته د دې ولایت په ارګو ولسوالۍ کې هم یو تن لاريون کوونکی پرځايي خلکو دطالبانو په ډزو کې ووژل شو.

دغه لاريونونه د بدخشان نورو ولسواليو ته هم غځېدلي، چې په دې وروستيو کې دوه ورځې وړاندې (د غويي په ٢٥مه) په دغه ولايت کې د لاريون په ترڅ کې پر ځايي لاريون کوونکو د طالبانو د ډزو په پايله کې لږ تر لږه ٢٠ کسان ټپيان شول.

تېره اوونۍ طالبانو د دې مسئلې د حل لپاره دوى لوى درستيز فصیح الدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی بدخشان ته واستاوه. خو د سرچينو د وينا پر بنسټ، له سیمه ییزو لاريونو کوونکو سره د دغه پلاوي خبرې بې پايلې پای ته ورسېدې.