افغانستان

طالبان: دبامیان د برید په تړاو مو اووه تنه نیولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، په بامیان کې پر بهرنیو ګرځندويانو او ملکي وګړو د پروني وسله وال برید په تړاو اووه کسان نیول شوي دي.

ښاغلي قانع نن (شنبه د غويي ۲۹مه) په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې په دې برید کې درې بهرني اتباع او درې افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو د دریو بهرنیو ګرځندويانو او یو افغان ملکي په ګډون د څلورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

خو CNN خبري شبکې د خپلو سرچینو په حواله په یوه راپور کې ویلي، چې په دغه برید کې د دریو هسپانوي اتباعو په ګډون څلور بهرني ګرځندويان وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.