افغانستان ښځې

د شنبه هاى ارغواني غورځنګ: طالبان سیلاب ځپلو ته په مرستې رسولو کې ناتوانه دي

د شنبه هاى ارغواني غورځنګ  په هیواد کې د وروستیو سختو سیلابونو په تړاو په یوه اعلاميه کې ويلي چې «طالبان د سیلاب ځپلو لپاره د خدمتونو برابرولو او لومړنيو مرستو رسولو په برخه کې  ناتوانه دي».

دغه غورځنګ د «مرستې او پیوستون» کمپاین په پیلولو سره په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه هم کړې ده.

د دغه حرکت په اعلاميه کې راغلي: په داسې حال کې چې په هېواد کې له وروستيو سختو سيلابونو نږدې يوه اوونۍ تېرېږي؛ خو کوم جدي اقدام نه دی شوی. طالبان چې تر کومه حده د افغانستان پر خلکو د ظلم  سرعت او هوډ لري، د سيلاب قربانیانو لپاره خدمتونو او مرستې رسولو کې يې نه لري.

شنبه هاى ارغواني غورځنګ وايي، چې د دغو سېلابونو ډېری قربانيان ښځې او ماشومان دي او په اوسني حالت کې اړتیا ده؛ چې ښځينه ژغورونکي او مرسته رسوونکې  په هغه ځای کې موجود وي؛ خو طالبانو د ملګرو ملتونو په ادارو او بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی، چې له امله یې مرستو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدودود شوى دى.

د ښځو دغه اعتراضي غورځنګ د ملګرو ملتونو په ګډون له نړیوالو مرستندویه سازمانونو غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي؛ څو دوى په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لرې کول.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د هېواد یو شمېر سیاسي او نظامي جریانونو او سیاسي څېرو هم طالبان د سيلاب ځپلو د وضعیت د سمبالولو په بذخه کې په بې وسۍ تورن کړي وو او ویلي یې وو، چې مرستندویه ادارې باید د مرستو د وېش بهیر پخپله وڅاري.