اسرائیلي پوځیانو د غزې په تړانګه کې برید ته دوام ورکړی دی. د خان یونس په ښار کې د نن ورځې په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې په دغه ښار کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ زرو ته رسېدلی چې ۵ زره یې ماشومان دي.
خلک وايي، د دغه ښار د سویل په ګډون د غزې په تړانګه کې د ولسي وګړو لپاره خوندي ځای نشته.
دا په سویلي غزه کې د خان یونس دی ښار دی، چېرته چې دا نن د اسراییلي جنګیالیو او چورلکو لخوا په نښه شو. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي دي.
د غزې اوسېدونکی ایاد زعیم وايي: «د تره زامن مې، ترور مې او د هغې اولادونه ټول شهیدان شول، دوی په مقاومت او بل څه پورې تړلي نه دي، درې راکټونه په هغوی ولګیدل چې له له پخلنځي، او کوټو را ننوتلي وو، چې هيڅوک ژوندي ونه وځي. یهودیانو، موږ ته ویلي وو چې سویل ته کډه وکړئ، او ټول وژل شوي کسان هغه وو چې ایستل شوي وو، ولې یې برید وکړ. دوی ماشومان دي، نجونې دي، راشئ. ویې ګورئ.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو لومړي وزیر دوه ورځې وړاندې تایید کړه چې د ملکي وګړو تلفاتو د کمولو لپاره د دغه هېواد هڅې ناکامې شوې دي.
د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې تر اوسه ۱۲ زره کسان وژل شوي چې پنځه زره یې ماشومان دي.
د اسرائیلو پوځ هم ویلي دي چې د حماس ډلې د له منځه وړلو په موخه به د غزې تړانګې په سویلي برخې باندې برید وکړي.
د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري وايي: «موږ هوډ لرو چې خپلو عملیاتو ته پرمختګ ورکړو. د غزې د سویل په ګډون هر چیرې چې حماس شتون لري.»
په همدې حال کې د غزې په شمال کې هم د اسرايیلي پوځ عملیات دوام لري.
سرتېري د حماس د بنسټونو او شاوخوا ۲۴۰ یرغمل شویو کسانو په لټه کې دي چې د حماس لخوا نیول شوي دي.
حماس د اسرائیلي پوځیانو په نښه کولو انځورونه هم خپاره کړي دي. په مخامخ جګړو کې لسګونه اسراییلي پوځیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.